1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي د اعدامونو کچه لوړه شوې ده

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ آبان ۶, سه‌شنبه

د بشري حقونو یوه څېړونکي په ایران کې د اعدامونو د ډېرښت په اړه اندېښنه ښوولې ده. دغه رپوټ په داسي حال کې خپریږي چې په ایران کې یوه ښځه د هغه کس د وژلو په تور اعدامیږي چې ویل کیږي پر هغې باندي یې د جنسي تیري هڅه کوله.

https://p.dw.com/p/1Dd4a
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو یوه څیړونکي احمد شاهد، ویلي دي چې په ایران کې په تیرو ۱۵ میاشتو کې لږ تر لږه ۸۵۰ کسان اعدام شوي دي. په دې سره داسي ښکاري چې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني د واکمنۍ پر مهال د اعدامونو کچه تر پخوا نوره هم ډېره شوې وي.

شاهد ویلي دي چې ایران د خپل نفوس په مقایسه په نړۍ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه کچه لري. شاهد په نیویارک کې د دوشنبې په ورځ خپل رپوټ وړاندي کړ او په دې هکله یې خواشیني څرگنده کړه چې په ایران کې کومو جرمونو ته د اعدام سزا ورکول کیږي.

هغه خبریالانو ته وویل: «د اعدامونو کچه لړزوونکې ده.» هغه ویلي دي چې په یوه مورد کې یو کس ځکه اعدام شوی دی چې هغه له یوه بهرني سازمان سره مالي مرسته کړې ده. هغه ویلي دي:

«د تیر کال جون میاشتي راهیسي په ایران کې د اتو تنو نویو ځوانانو په گډون لږ تر لږه ۸۵۲ کسان اعدام شوي دي.»

شاهد ویلي دي چې په دې موده کې د اعدام سزا ساحه هم پراخه شوې ده چې اوس د شاهد په خبره په ایران کې یو شمیر اقتصادي جرمونو، جنایي جرمونو او سیاسي فعالیتونو ته هم دغه سزا ورکول کیږي.

حسن روحاني د تیر کال په اگست میاشت کې د ایران واک ترلاسه کړ د هغه د واکنمې په موده کې تر اوسه پوري ۶۸۷ کسان اعدام شوي دي. په همدې موده کې تر روحاني د مخکني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال ۵۸۰ کسان اعدام شوي ول.

شاهد په دې تړاو پر روحاني باندي مستقیمه نیوکه نه ده کړې او ویلي دي چې ډیر شمیر فیصلې د ایران د مذهبي مشرا ایت الله خامنه یې د دفتر له خوا کیږي. خو دغه کارپوه په دې اړه اندیښنه څرگنده کړې ده چې روحاني د خپلو اصلاحاتو د عملي کولو په موخه له اړین سیاسي ملاتړ څخه برخمن نه دی. هغه ویلي دي: «هغه د دې وړتیا نه لري چې د دغې موضوع په اړه اقدامات وکړي.»

په خپاره شوي رپوټ کې شاهد ویلي دي چې هغه د شنبې په ورځ د ریحانه جباري، اعدامولو لړزولی دی. امریکا متحد ایالات، اروپايي ټولنه او ملگري ملتونه پر ایران باندي د دغه پیښې له کبله نیوکه کړې ده.

پر دغې ۲۶ کلنې ښځي باندي د یوه کس د وژلو تور لگول شوی دی چې د هغې په خبره یې ورباندي د جنسي تیري هڅه کوله. تر اوو کلونو څېړنو وروسته د جباري دفاعیه رد شوه او هغه د قتل په جرم وځړول شوه.

د جباري په برخه کې د هغې کورنۍ کولای شوای چې د خون بها د ورکولو په بدل کې هغه له اعدامه وژغوري خو دغې کورنۍ د دې کار له کولو څخه ډډه وکړه.

شاهد په ۲۰۱۱م کال کې د ملگرو ملتونو له پاره کار پیل کړ. هغه ته له دې مودې وروسته ایران ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې. ایراني چارواکو شاهد ته د «رسنیو د هنرمند» خطاب کړی دی او ویلي یي دي چې هغه د سیاسي اهداف لرونکي رپوټونه خپروي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل