1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د ایبولا لومړۍ پیښه رامنځ ته شوه

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ مهر ۹, چهارشنبه

امریکايي روغتیایي چارواکو یوه بیانیه خپره کړې ده چې په کې تایید شوې ده چې په امریکا کې د ایبولا لومړۍ پیښه رامنځ شوې. روغتیایي کارکوونکي وایي چې د پیښې په کنترولو به وتوانیږي.

https://p.dw.com/p/1DO6m
انځور: Reuters

د ناروغیو د کنترول او مخنیوي له پاره د امریکا متحده ایالاتو مرکز (CDC) د سه شنبې په ورځ دا خبره تایید کړه چې په امریکا متحده ایالاتو کې یو کس د ایبولا په وایروس اخته شوی دی.

د دغه مرکز مشر توماس فریدن، په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ډاډه دی چې دا به په پراخه کچه د وایروس د خپریدو په معنی نه وي. فریدن ویلي دي هغه کسان چې له ناروغ سره یې اړیکه لرله اوس د ۲۱ ورځو له پاره څارل کیږي ترڅو ډاډ حاصل شي چې هغوی په ایبولا اخته نه دي. ویل کیږي چې په ایبولا اخته کس په همدې نزدې وختونو کې لایبریا ته سفر کړی وو.

فریدن وویل: «خلاصه دا چې زه په دې کې هیڅ شک نه لرم چې موږ به د ایبولا دغه پیښه کنترول کړو ترڅو هغه د هیواد په نورو برخو کې خپره نه شي.» هغه زیاته کړه: «دا ممکنه ده چې داسې یو کس چې له ناروغ سره یې مخکې اړیکه لرله، لکه د کورنۍ یو غړی یا یو بل څوک، هم په راتلونکې اونیو کې په ایبولا اخته شي. خو زه هیڅ شک نه لرم چې موږ له دغه موضوع همدلته ودروو.»

«دا افریقا نه ده»

په عین حال کې د دالاس ښار د بشري او روغتیایي خدمتونو مشر زکاري تمپسون، ویلي دي چې په دې ځای کې روغتیایي مرکزونه په ښو وسایلو سمبال دي: «دا افریقا نه ده. موږ له دې موضوع سره د مبارزې له پاره ښه بنسټیز امکانات لرو.»

تر دې مخکې په دالاس کې یوه روغتون د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې یو کس د ایبولا وایروس له پاره تر ازموینو لاندي دی. تر اوسه پورې امریکایي روغتیایي کارکوونکو د داسې ناروغانو درملنه کړې ده چې په نورو هیوادونو کې په ایبولا اخته شوي وو او بیا د درملنې له پاره امریکا ته لیږدول شوي وو.

د ایبولا وایروس چې تر ټولو ډیر یې د سیرې لیون، لایبریا او گینیا هیوادونه اغیزمن کړي دي، تر اوسه پورې تر ۳۰۰۰ ډیر کسان وژلي دي.