1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې ۱۶۸ ډلې د نورو په استازیتوب جگړه کوي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

د ۲۰۱۴ کال پای ته یوازې څلور میاشتې پاتې دي، چې د افغانستان د راتلونکي له پاره خورا اهمیت لري. په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه خپل سرتیري باسي، چارواکي وايي چې په ۱۴ ولایتونو کې له وسلوالو مخالفینو سره جگړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1Czxh
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان له دننه څخه د رپوټونو له مخې سږ کال طالب یاغیانو بیرته جبهه یي جگړو ته مخ اړولی دی. د هغود حملو هدف نه یوازې جنوبي او ختیځ ولایتونه، بلکه د دې هیواد ځینې شمالي ولایتونه چې تر ډیرو کلونو د آرامو او سوله ییزه سیمو څخه شمیرل کیده، گرځیدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست ۲۴مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د طالبانو لومړنۍ برید د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې پېل شو، خو هغوی پر دې و نه وتوانیدل چې دغه ولسوالي ولکه کړي. همداشان د غور او ننگرهار په ولایتونو کې د ولسوالیو د نیولو له پاره د نوموړې ډلې بریدونه له ناکامۍ سره مخامخ شول.

صدیقي د گاونډیو هیوادونو استخباراتو باندې تور ولگاوه چې گواکې د افغانستان د دولت وسلوال مخالفین سږ کال تر پخوا زیات ډله ایزو حملو ته تشویقوی، په دې هیله چې کومه سیمه ښایي تر خپل کنترول لاندې راولي : «څوک چې د دغو کسانو [طالبانو] تر شا دي، دوی داسې پوهوي چې سږ کال ناټو له افغانستان څخه وځي او افغان امنیتي ځواکونه د دغه هیواد د ساتلو توان نه لري، او د دې زمینه به برابره شي چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسیږي. دا هغه یوه مفکوره ده چې په افغانستان کې طالبانو او یو شمیر ډیرو ترهگرو ډلو ته ورکوله کیږي.»

طالبان جنگیالي په تیره اوونۍ کې پر دې وتوانیدل چې د کندز ولایت په چهار دره او خان آباد ولسوالیو کې د پولیسو څو پوستې ونیسي او د ښار د مرکز پر لور پرمختگ وکړي، خو دغه برید د افغان امنیتي ځواکونو له لوري بیرته په شا وتمبول شو. په یوه تازه پېښه کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی دی او په دغه ولسوالۍ کې جگړه ادامه لري.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې همداشان د فاریاب ولایت په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې جگړه ادامه لري. د افغانستان امنیتي چارواکي وایي طالبان نه شي کولای خپل هدف ته چې د ولسوالیو لاندې کول دي ورسیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د وینا له مخې کابو ۱۶۸ ترهگرې ډلې چې مقر یې په شمالي وزیرستان کې دی په افغانستان کې نیابتي یا د نورو په استازیتوب جگړه پر مخ بیایي. د ویاند د وینا له مخې د جندالله، د ازبکستان اسلامي غورځنگ، لشکر طیبه، جیش محمد او د حقانې شبکه یې هغه مشهورې ډلې دي چې په افغانستان کې جنگیږي.

د افغانستان خلکو ته ډاډ

ښاعلي صدیقي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د بهرنیو «ترهگرو ډلو» د گواښونو سره سره، افغان امینتي ځواکونه، څرنگه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې وښووله د خپلو خلکو د امنیت د ساتنې له پاره له هیڅ ډول قربانۍ څخه به مخ وانه اړوي: «هغوی (ترهگرې ډلې) نه شي کولای د افغانستان وضعیت ته بدلون ورکړي. واقعیت دا دی چې موږ له حملو سره مخامخ یو ولې دغه بریدونه هیڅ وخت نه شي کولای نظام یا د هیواد عمومي وضعیت گډوډ کړي.»

د امنیتي چارواکو په باور، له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره د امنیتي تړون نه لاسلکیدل، له زندان څخه د طالبان بندیانو آزادیدل او د طالبانو پر پټنځایونو باندې د شپني عملیاتو درول، د طالبانو له لوري د مخامخ جگړې د پر لارو اچولو اصلي دلایل دي.
د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل، وایي: «دغه یرغلونه کولای شي ناامنۍ او بې ثباتي زیاته کړي چې دا د دې سبب کیږي چې خلک له دولت څخه واټن ونیسي.»

د امر خيل په څير افغان څیړونکي پر دې نظر دي چې که څه هم طالبان نه شي کولای د افغانستان بیا نیولو هدف ته ورسیږي، خو وایي چې د دغې ډلې له لوري چې کومه جگړه پر لاره اچول شوې ده د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیاتوي. د هغوی په وینا دا ځکه چې خلک فکر کوي چې دولت د هغوی د امنیت د ټینگولو توانایي نه لري.