1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې تر لسو زرو لږ امریکایان پاتیږي

سید ریاض (رویټرز)۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د پاتيدونکو امریکایي سرتیرو شمیر ښایي تر لسو زرو هم راکښته شي. دا هغه حد اعقل شمیر دی چې امریکایي پوځي جنرالانو یې د افغان ځواکونو د روزولو له پاره غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1Bm3j
انځور: Reuters

د رویترز خبري آژانس د بارک اوباما ادارې د چارواکو په حواله ویلي دي چې، په افغانستان کې د اپریل میاشتې پر پنځمه نېټه د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته سپیني ماڼۍ، پېنتاگون او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه یو ځل بیا بحثونه پیل کړي دي چې د روان میلادي کال په پای کې د ائتلافي ځواکونو ماموریت تر ختمیدو وروسته په افغانستان کې څومره امریکایي ځواکونه پاتي شي.

د سپيني ماڼۍ د چارواکو تر منځ د لږ شمیر ځواکونو د پریکړي په اړه غور، چې کيدای شي تر۵۰۰۰ کسانو لږ وي، د دې څرگندويي کوي چې افغان ځواکونه دومره پیاوړي شوي دي چې له طالبانو سره د مقابلې توان لري. پر دې اساس په کم شمیر کې پاتېدونکي امریکایي ځواکونه کولای شي د ترهگرۍ پر ضد جگړې، روزني او یا هم پوځي عملیاتو ته خپله توجه متمرکزه کړي.

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندي لیکلي دي چې چارواکي وایي، دغه عقیده تر یوې اندازې پورې په افغانستان کې د ټاکنو په ښه ترسره کیدو پوري تړلې ده. په ټاکنو کې د خلکو بې ساری گډون په نړیواله کچه وستایل شو. د اټکلونو له مخې شاوخوا د رایې د حق لرونکو له ۱۲ میليونو افغانانو څخه اووه میليونو کسانو خپلې رایې وکارولې. پر دې سربیره طالبان په دې کې پاتې راغلل چې په لوړه کچه پر ټاکنو باندې بریدونه وکړي.

د بارک اوباما اداره له میاشتو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د احتمالي پاتېدو موضوع ارزوي. د رویترز خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې «دغه بحثونه ډیر ژوندي دي».

اوس په افغانستان ۳۳ زره امریکایي سرتیري میشت دي. په ۲۰۱۱م کال کې دغه شمیر له سلو زرو څخه ۳۳ زرو ته راکښته کړل شو.

د افغان امنیتي ځواکونو په اړه پوښتنې

له افغانستان څخه د پلان له مخې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، په دې هیواد کې د پاتېدونکو امریکایي سرتیرو شمیر په واشنگټن کې دا بحثونه نور هم تودولای شي چې آیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په پیښو کې زیاتوالی راشي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امریکایي چارواکي وایي چې کیدای شي تر دې نیټې وروسته دغه بریدونه لا پسې ډیر شي.

د جنرال جوزف دانفورد، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشري پر غاړه لري په گډون یو شمیر پوځي چارواکي د افغان ځواکونو د روزني او مشورې له پاره لږ تر لږه د ۱۰ زرو امریکايي سرتیرو د پاتېدو سپارښتنه کړې ده. دانفورد استدلال کوي چې تر دې لږ شمیر ځواکونه به یوازي د خپل خوندیتوب له پاره هلي ځلي وکړي.

جنرال دنفورد په مارچ میاشت کې واشنگټن ته د خپل سفر پر مهال د ولس استازو ته ویلي ول چې د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته به په ۲۰۱۵م کال د افغان امنیتي ځواکونو حالت مخ پر خرابیدو شي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي ول چې افغان هوایي ځواک پر خپلو پښو دریدو ته لا ډیر وخت غواړي او نورو مرستو ته اړتیا لري.

د ځواکونو د شمیر راکمول له ځانه سره نوري غیر قصدي احتمالي پایلې هم لرلای شي. د ولس هغه شمیر استازي چې لا تر مخه په شک او تردید کې دي ښایي له افغان امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالا د ژمنو شوو بشپړو مرستو مخه ونیسي.

د افغان امنیتي ځواکونو اوسنی شمیر به په ۲۰۱۵م کال کې شاوخوا پنځه میلیارده ډالرو لگښت ته اړتیا ولري، چې د افغان حکومت تر وس وتلې خبره ده.

که څه هم چي طالبان او نوري یاغي ډلې د ناټو ځواکونو د ۱۲ کلونو بریدونو په پایله کې کمزوري شوي دي، خو ښایي هغوی بیا هم د لیرې پرتو سیمو او د افغانستان له پولي سره پرتو د پاکستان قبایلي سیمو له لاري اکمالات او بریدونه پلان کړي. خو یو شمیر کارپوهان بيا په افغانستان کي د لږ شمېر امریکايي ځواکونو د تاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د واشنگټن میشته «هیرتج» فکري بنسټ څخه لیزا کورتس، وایي: «که چیري سپینه ماڼۍ غواړي چې کم شمیر ځواکونه په افغانستان کي پريږدي، نو دا به پر افغان ځواکونو لا فشار زیات کړي او د طالبانو پر ضد به د افغان ځواکونو وروستۍ لاس ته راوړني له گواښ سره مخامخ کړي.» لیزا کورتس، د سي آی اې، د کارپوهي په توگه او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کړی دی.

په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي ځواکونو د شمیر په اړه بحثونه، د کابل او واشنگټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو په تعقیب پیل شوی دی. دغه تړون تر ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو حضور ته زمينه برابروي.

که چیرې په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني دوهم پړاو ته وغځیږي، ښايي د پایلو د معلومیدو له پاره څو اوونیو او یا هم میاشتو ته اړتیا وي. خو دواړو مخکښو کاندیدانو ویلي دي چې له متحده ایالاتو سره به دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په پای کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وویل چي ښایي متحده ایالات د ولسمشر کرزي له ځای ناستي سره دغه تړون لاسلیک کړي. د هغه د وینا له مخې تر څو له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزني او مشورې او د القاعدې شبکې د تعقیبولو له پاره د یو شمیر سرتیرو د پاتېدو امکان برابر شي.

یو شمیر امریکایي چارواکي په دې عقیده دي چې پر امریکا متحده ایالاتو سربیره، افغان امنیتي ځواکونه د نورو بهرنیو ځواکونو اساسي او د پام وړ ملاتړ ته اړتیا لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب