1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې له «اسلامي دولت» څخه ویره

مسعود جهش (وصلت حسرت نظیمي)۱۳۹۳ بهمن ۴, شنبه

په افغانستان کې د اسلامپالې افراطي ترهگرې ډلې اسلامي دولت، د احتمالي فعالیت پیلیدو ډیر شمیر افغانان ویرولي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پوري افغان چارواکو په دې هیواد کې د دغې ډلې فعالیت په رسمي توگه نه دی تایید کړی.

https://p.dw.com/p/1EPtH
Afghanistan Protest gegen IS in Kabul 12. Oktober
انځور: Hambastagi

د شینډند ولسوالۍ اوسیدونکی محمد گل، وایي: «دې سیمې ته داسې کسان راغلي دي چې تورې جامې او تور بیرغ له ځانه سره لري. ما ولیدل چې هغوی په نویو موټرو کې له درنو وسلو سره گرځي.»

گل محمد زیاتوي چې تر اوسه پورې دغو کسانو د کلیو اوسیدونکو ته تاوان نه دی رسولی. هغه دا خبره نه شي تاییدولای چې ایا په تورو جامو کې دغه وسله وال کسان په رښتیا هم د اسلامي دولت ډلې، چې د عراق او سوریې په ډیرو برخو کې یې اسلامي خلافت اعلان کړی دی، غړي دي او که نه.

چارواکو هم په افغانستان کې تر اوسه پورې د دغې ډلې شتون او فعالیت په رسمي توگه نه دی تایید کړی. خو ویل کیږي چې د افغانستان په ځینو برخو کې یو شمیر جنگیالیو له اسلامي دولت سره خپله ملگرتیا اعلان کړې ده. په فراه، هلمند او زابل ولایتونو کې د داسې کسانو د فعالیت په اړه رپوټونه ورکړل شوی دي چې ویل کیږي تورې جامې یې پر تن دي او د افغانستان په سیمه ییزو ژبو خبرې نه شي کولای. زیاته شوې ده چې دغه کسان له ځان سره د اسلامي دولت تور بیرغ هم لیږدوي.

پخواني افغان جهادي قوماندان او وزیر اسماعیل خان، په وروستیو وختونو کې انديښنه څرگنده کړه چې په ځینو سیمو کې ناپیژندل شوي کسان په روزنو بوخت دي. هغه گواښ وکړ چې په اوړې کې کیدای شي د افغانستان له کلیو څخه جگړه پیل شي او پر افغان حکومت یې د چمتوالي غږ وکړ.

په داسې حال کې چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، له بې بې سي سره په یوه مرکه کې په خپل هیواد کې د اسلامي دولت فعالیت رد کړ، د اوسني حکومت ځینې چارواکي بیا په دې اړه اندیښمن دي. د ملي یووالي حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خپلې وروستۍ لیدنه کې ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت گواښ به سطحي و نه نیسي.

کارپوهان بیا په دې اړه ډیره انديښنه نه لري. د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه بحران عثمان، په دې هیواد کې د اسلامي دولت د فعالیتونو په اړه رپوټونو ته د شک په سترگه گوري. هغه وایي: «دا لا ډیر وختي دی چې سړی ووايي چې ایا اسلامي دولت په افغانستان کې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي او که نه.» د دې کارپوه په اند وروستۍ رامنځ ته شوې ډلې کیدای شي د طالبانو د خپل منځني اختلافاتو پایله وي. د شینډنډ ولسوالۍ چارواکي هم وایي چې له تورو بیرغونو سره وسله وال کسان د طالبانو د دوو قوماندانانو تر منځ تر اختلافاتو وروسته په سیمه کې لیدل شوي دي.

د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده، هم په افغانستان کې د اسلامي دولت فعالیت ردوي او وایي: «په دې برخه کې ډیره مهمه ده چې سړی د استخباراتي سازمانونو نقش ته هم پام وکړي. افغان استخباراتي سازمانونه غواړي چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په دې هیواد کې بهرنۍ قواوې میشتې وي او پوځي مرستې دوام پیدا کړي.»

د مژده په حواله دا وضعیت ښايي د دې له پاره رامنځ ته شوی وي چې افغانستان یوازې پر نه ښودل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب