1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډیرو امریکایي سرتیرو د پاتید کیدو امکان

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

د رویترز خبري آژانس د درو سرچینو په حواله لیکلي دي چې امریکا متحده ایالات اوس دې ته چمتوالی نیسي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې تر ټاکل شوې اندازې ډیر سرتیري وساتي.

https://p.dw.com/p/1Dsrb
انځور: Dmitry Kostyukov/AFP/Getty Images

تر دې مخکې ولسمشر اوباما ویلي وو چې په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت له پای ته رسیدو سره به په دې هیواد کې خپل شاوخوا ۹۰۰۰ سرتیري وساتي. د اوباما د پخواني پلان له مخې باید دغه سرتیري د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه راوتي وای.

خو اوس ښايي په سیمه کې د وضعیت له بدلون سره اوباما هم په خپل پلان کې یو څه بدلونونه راوستي وي. که څه هم پلان شوې وه چې نړیوال ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د افغان ځواکونو د روزنې چارې پر مخ وړي، خو اوباما داسې یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۵ کال کې هم په افغانستان کې پوځي عملیات ترسره کولای شي.

د نوي بدلون په اړه یوې اگاه سرچیني ویلي دي چې اوس هم د وروستۍ شمیرې په اړه خبرې رواني دي خو هغه ټینگار کړی دی چې لږ تر لږه به له لومړۍ ټاکل شوې شمیرې څخه په سلهاو ډیر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. هغه ویلي دي: «که هغوی دغه کار نه وای کړی نو ماموریت به خپلې اډې له لاسه ورکړې وای. »

په دې ترتیب سره کیدای شي چې واشنگټن په افغانستان کې تر هغه وخته پورې چې د ناټو نور غړی هیوادونه خپل ژمنه کړي سرتیري افغانستان ته ورسوي ۱۰۰۰ اضافه سرتیري وساتي. درو واړو سرچینو دغه شمیره تایید کړې ده خو ویلي دي چې لا اوس هم د یوې وروستیۍ شمیرې په اړه بحثونه روان دي.

د پلان له مخې به د ناټو ټول غړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ډیر شمیر سرتیري وباسي او په ۲۰۱۵ کال کې به یوازې د افغان امنیتي ځواکونو روزنیزې چارې پر مخ یوسي. ویل شوي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ بهرني سرتیري موجود وي چې ډیره برخه به یې امریکایان وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب