په افغانستان کې د ورېښمو له چينجي څخه د ورېښمو تر دستماله
ورېښم پخوا د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه ول. د افغانستان ورېښم په ټوله نړۍ کې مشهور ول، خو دغه صنعت بازار ته د مصنوعي ورېښمو په رارسیدو سره، له ستونزو سره مخامخ شو.
په افغانستان کې اوس هم ورېښم په سنتي توگه تولیدیږي. د دې هیواد د کلیو اوسیدونکو د توت په ونو کې د ورېښمو چينجي ساتي. دغه چينجي د توت ونې د خوړلو له لاره ډیر ژر وده کوي. دغه چينجي تر ډیر خوراک وروسته په خپل اطرافو کې د ورېښمو تار تاووي او په هغه کې ځان بندوي. د افغانستان ډیر ولایتونه د دې کار له پاره مناسبه هوا لري.
تر هغه وروسته چې د ورېښمو چينجي یو څه وده وکړي، بيا يوې لویې کوټې ته لیږدول کیږي. دغه مرحله له ۱۲ څه تر ۱۳ ورځو پوري دوام کوي.
په هغه خونه کې چې د ورېښمو چينجي ساتل کیږي باید د تودوخي درجه د ۲۴ او ۲۵ تر منځ وي. ټولو چينجيانو ته باید په یوه اندازه لومر ورکړل شي، څو هغوی ټول یوازي سره وده وکړي او له خپل ځانه د ورېښمو تار تاو کړي. تر دې پړاو وروسته د ورېښمو د دانو د ټولو پړاو پیلیږي.
د ورېښمو د چينجي ساتنه ډیره پاملرنه غواړي. د دې له پاره چې دغه چينجی ډیر ژر وده کوي باید وخت په وخت د هغوی د ساتنې ځاي پراخ شي. پر دې سربیره کله چې دغه چينجي له خپل ځانه په ورېښمو کې پټ وي، باید پام وشي چې هغوی دومره وده و نه کړي چې دغه تار پرې کړي او ورڅخه راووځي.
تر هغه وروسته چې د ورېښمو د تار دانې راټولي شي، په اوبو کې ورته حرارت ورکول کیږي چې پکې بند پاته چينجیان مړه شي. تر دې وروسته بیا دغه تارونه کارخانې ته لیږدول کیږي او په تار بدلیږي. په افغانستان کې دغه کارخانې اوس هم په سنتي ډول خپلي چاري پر مخ وړي او میکانیزه شوې نه دي.
د ورېښمو تار جوړول بیلابیلې مرحلې لري.
له ورېښمو څخه د نساجي، غالیو، طبي تارونو او یو شمیر پوځي ساتونکو موادو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
د ورېښمو تار ډیر نری او قوي وي. خو اوس په ډیرو هیوادونو کې مصنوعي ورېښم تار تولیدي چې ډیر ښه نه وي.
په افغانستان کې یو شمیر ښځې د ورېښمو له تار څخه بیلابیل محصولات جوړوي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ورېښمو صنعت په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې ډیر لیدونکي ځان ته جلب کړي دي. که په افغانستان کې دغه صنعت معیاري شي نو کیدای شي چې له اقتصاد سره ډیره مرسته وکړي.