1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به نیابتي جگړې ته اجازه ور نه کړو»

فرانس پرس/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان پخواني ولسشمر حامد کرزي د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د یوې یادونې پر وړاندې د غبرگون په توگه ویلي دي چې افغانان به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی هیواد د پردیو د گټو د خوندي ساتنې د جگړې ډگر وگرځي.

https://p.dw.com/p/1DqAy
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر ۱۹مه) ویلي دي چې افغانستان به اجازه ور نه کړي چې د نړیوالو ځواکونو د جنگي سرتیرو له وتلو وروسته دغه خاوره د هند او پاکستان د «نیابتي جگړې» په ډگر بدله شي.

کرزي چې په نوي دهلي کې یې خبرې کولې په غوسې سره د پاکستان د پخواني پوځي مشر پرویز مشرف هغه یادونې په سختو الفاظو سره رد کړې چې ویلي یې دي: «هند او پاکستان کولای شي چې د افغانستان د سترو قومونو په دننه کې متحدين را خپل کړي» تر څو د هغوی د گټو له پاره وجنگیږي. کرزي په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه: دغه ډول ادعاوې «ویجاړونکي» دي.

په نوي دهلي کې یوه څیړنیز مرکز ته د وینا په ترڅ کې پخواني افغان ولسمشر وویل: «ښکاره ده چې افغانستان به د پاکستان او هند د یوې نیابتي جگړي له پاره اجازه ور نه کړي.» کرزي زیاته کړه چې «هغه ډاډه دی چې هند به هم داسې یوې سناریو ته اجازه ور نه کړي.»

د فرانس پرس له خبري آژانس سره په یوه مرکه کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف چې د اوونۍ په پیل کې خپره شوې ده ویلي دي چې که چیرې هند هڅه وکړي چې په افغانستان کې خپل دې هدف ته ورسیږي چې یو «پاکستان ضد افغانستان» جوړ کړي، نو پاکستان هم کولای شي چې په دې لټه کې شي تر څو د «پښتون» له قوم څخه په استفادې سره په مقابل عمل لاس پورې کړي. په هستوي وسلو سمبال هند او پاکستان وخت په وخت یو بل تورنوي چې په افغانستان کې له نیابتي قوتونو څخه په کار اخیستو سره په افغانستان کې د خپل نفوذ د ټینگولو په لټه کې دي.

پخواني پاکستاني جنرال پرویز مشرف په خپله مرکه کې ویلي دي: «کله چې هند د افغانستان د قومونو له ځینو عناصرو څخه استفاده وکړي، نو پاکستان به هم په دغو قومونو کې له خپلو ملاتړ کوونکو څخه استفاده وکړي او زموږ قومي عناصر په یقین سره چې پښتانه دي.»

د مشرف دغه ډول یادونې په داسې وخت کې خپریږي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د جنگي سرتیرو وتلو ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي.

خو کرزي چې له دې مخکې په وار وار سره اسلام آباد تورن کړی دی چې د افغان حکومت د بې ثباتۍ له پاره هڅه کوي په هند کې په خپلې وینا کې وویل: «دا ډول یادونې چې گواکې پښتانه به د پاکستان وسیله وگرځي، د افغانستان دغه ستر قوم ته سپکاوي دی.» کرزی چې خپله هم پښتون دې، وړاندې وویل: «دا ډيرې ناوړه یادونې دي.»

کرزي په خپلو څرگندونو کې یادونه وکړه چې: «افغانستان یو ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، دا خبره چې گواکې پښتانه به د چا وسیله وگرځي، دغه قوم او د افغانستان ټولو خلکو ته سپکاوی دی.»

پاکستان د نړۍ د هغو دری هیوادونو په جمله کې دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی وو. پر امریکا متحده ایالاتو باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له خوا د نوموړي کال په پای کې د طالبانو رژیم نسکور شو. له هغه وروسته حامد کرزی د افغانستان د ولسمشر په توگه وټاکل شو.

په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف د مداخلې په موده کې پرویز مشرف د امریکا له متحدینو څخه شمیرل کیده. هغه اوس په کراچۍ ښار کې په خپل کور کې د ځینو جنايي دوسیو په تور په خپل کور کې نظر بند دی.