1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ۲۵۰۰ کیلومتر سړکونه جوړيږي

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان د کلو او پراختیا، ‌فواید عامې او مالیې وزارتونه پلان لري چي د هیواد په ۳۴ ولایا تو کي د کلیو، ولسوالیو او ښارونو تر منځ ۲۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړکړي.

https://p.dw.com/p/1EzPb
انځور: DW/H. Sirat

د سړکونو د جوړونې د دغي پروژې مالي ملاتړ د USAID، DFID، جهاني بانک او د اسیا پراختیايي بانک لخوا کیږي. ياده پروژبه به تر ۲۰۱۸ کال پورې تکمیله سي. په دې پروژه کې د هیواد د کلیو او ولسوالیو او د ولسوالیو او ولایتونو تر مرکزونو سړکونه هم رغول کیږي.

يو شمېر افغانان وايي چي د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو راهیسې په ټول هیواد کې د بیا رغونې لویې پروژې نه وې پیل شوې خلکو له بېکاریو رنځ وړه او اقتصادي حالت ډېر خراب شوی و. اوس افغانان هيله لري چي د دغه نوې پروژې په پلي کېدو سره به سلګونو کسانو ته یو ځل بیا د کار زمنیه برابره شي.

د کابل کنفرانس

د دغې پروژه د پېلېدو په ترڅ کي د یکشنبې په ورځ ( د ۲۰۱۵ د مارچ پر ۲۹مه) په کابل کي يو کنفرانس جوړ شوی و. په دغه کنفرانس د افغانستان د سړکونو د جوړېدو ادارې له تېر یوه کال راهیسې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې سروې ګانې تر سره کړې وې چې د زیاتې اړتیا وړ سړکونه یې په ګوته او ‌ د هغو سیمو د خلکو ستونزې یې مالومې کړي.

د کلیوالو سړکونو د جوړېدو د ادارې مسؤل بسم الله بسمل په دې اړه وايي:« د دې پروژې قیمت ۳۳۲ میلیونه ډالر دی او تر ۲۰۱۸ کال پورې به بشپړه شي. دا اوسني لمړني معلومات دې چې موږ را غونډ کړي او بیا به په ۲۰۱۸ کال کې یو ځل بیا سروې کوو چې د خلکوپه ژوند کې څه بدلون راغلی.»

ورته مهال د کلیو د بیا رغوندې او پراختیا وزارت مرستیال طارق عصمتي وايي ددې پروژې موخه د خلکو ژوند ته بدلون ورکول دي. د هغه په وينا د سروې مقصد دا ؤ تر څو پوه شي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سفر وخت څومره کم شي، کرایې به څومره ټیټې شي او تازه مېوې به څومره په وخت مارکېټ ته رسېدلی شي.

افغانستان ۹۰ زره کلومټره سړکونه لري

عصمتي زياتوي چي په ټول هیواد کې۹۰ زره کلومټره کلیوال سړکونه په ۴۰ زره کلیو کې شته دي چې بیا رغونې ته اړتیا لري. هغه وايي:« دا د هیواد یوه برخه سړکونه دي، ټول نه دي، چې د ۲۵۰۰ کېلو مټرو په شا او خوا کې راځي. خو په ټول کې د افغانستان تر ۹۰ زره ډېر سړکونه په ۴۰ زره کلیو او ۴ سوه ولسوالیو کې رغونې ته اړتیا لري.»

ورته مهال د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال شفیق قاري زاده بیا وايي‌ چې پر دغه پروژه به ۳۳۲ میلیوه ډالر لګښت راځي چې د امریکا متحده یالاتو د پراختیايي ادارې، نړیوال بانک، د انګلستان د پراختیايي ادارې او د آسیا پراختیايي بانک له خوا به ورکړل شي.

دغه ټولې مرسته شوې پیسې به د افغانستان د مالیې وزارت له خوا لګول کیږي او پروژه به تر ۲۰۱۸ کال پورې د داوطلبۍ له لارې ټاکل شوې کمپنۍ بشپړوي.

په افغانستان کې د پروژو له پیلېدو سره د خلکو هیلې هم تړلې او فکر کوي‌ چې د دغو پروژو له پیلېدو سره به هغوی په هیواد کې دننه د خپلو اولادونو له پاره نفقه برابره کړي.