1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي ۱۶ الوتکي د کباړ په بيه پلورل سوي»

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعه

د افغانستان د بیارغوني بهیر د څارني ادارې (سیگار) د امریکا له هوايي ځواک څخه په افغانستان کې د ۱۶ ترانسپورتي الوتکېو په اړه چې په ۵۰۰ میلیونه ډالر رانيول شوي وې او د کباړ په بيه په ۳۲۰۰۰ ډالر پلورلي دي. معلومات غوښتي دي.

https://p.dw.com/p/1DT6u
انځور: DW

د افغانستان د بیا رغوني بهیر د څار ادارې مشر جان سوپکو، د امریکا متحدو ایالاتو د هوایي ځواک له مشر دیبورا جیمز، څخه غوښتي دي چې د C-27J ډوله ۱۶ الوتکو د کباړولو په اړه معلومات ورکړي چې له څو کلونو راهیسي د کابل په هوایي ډگر کې ولاړي وې.

پر دې سربیره له هوایي ځواک څخه غوښتل شوي چې د همدې ډول څلورو نورو الوتکو د برخلیک په اړه هم معلومات ورکړي چې اوس په آلمان کې ولاړي دي.

سوپکو د اکتوبر پر دریمه نېټه جیمز ته یو لیک استولی دی چې پکښې راغلي دي: «زه اندېښنه لرم چې د الوتکو د له منځه وړلو له پاره مسئولو چارواکو ښايي د مالیه ورکوونکو د پیسو د ژغورني په موخه نور امکانات نه وي ارزولي.»

سوپکو همداراز پوښتلي دي چې ایا د الوتکو کومې پرزې مخکې له دې چې هغه د کباړ په توگه وپلورل شي، د ثابتو پرزو په توگه پلورل شوي وای، که نه.

د سوپکو، اداره دغه موضوع د ۲۰۱۳ کال له ډسمبر میاشتې راهیسي څېړي. دا موضوع تر هغه وروسته تر څېړنې لاندي راغله چې ډیرو غیر انتفاعي سازمانونو داسي نیوکي او پوښتني راپورته کړې چې پوځ د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کړي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو دولت د ایتالیا له الینانا شرکت څخه چې د ایتالیاوي فینمیسنیا سپا، شرکت یوه برخه ده، د ۲۰ الوتکو په رانیولو او د هغوی پر ترمیم باندي ۴۸۶ میلیونه ډالر ولگول.

خو وروسته امریکایي چارواکو دغه پروگرام ځکه لغو کړ چې د رانیول شویو الوتکو د پرزو کمښت د دې سبب کېدی چې هغه د پوځي اهدافو له پاره په سختۍ وکارول شي. تر دې وروسته پنتاگون پریکړه وکړه چې د لوکهید مارتین له شرکت څخه C-130 ډوله الوتکې رانيسي.

د پنتاگون ویاند براد اوتس ویلي دي چې امریکایي پوځ ځکه د دغو الوتکو د له منځه وړلو پریکړه کړې ده چې «له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو یې اغېزه کمه شي». خو هغه زیاته کړې ده چې د نورو معلوماتو تر نظر تیرولو وروسته به نور جزئیات ورکړي.

اوتس ویلي دي چې پنتاگون به د پاتو څلورو الوتکو له پاره بېلابېل امکانات په پام کې ونیسي. هغه روښانه کړې ده چې پر یو بل اړخ باندي د دغو الوتکو پلورل هم په پام کې نیول شوي دي.

هغه ویلي دي: «د افغانستان په څیر په یوه جنگي ماحول کې کار کول سړی له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ کوي او موږ تل د خپلو پروسو د ښه کولو په لټه کې یو.»

تر دې دمخه سوپکو، له NBC News تلویزیون سره په خبرو کې ویلي ول چې دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دې موضوع کې جنایي درغلۍ شاملي وې او که هغه یوازي د خراب مدیریت له کبله رامنځ ته شوې ده.

د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې ویل شوي ول چې د دغو الوتکو د ترمیم له پاره ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا شته.