1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي درې ورځي ملي ماتم اعلان سو

dpa۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل هیواد کي د واورو ښوېدو په پيښو کي د په لسونو انسانانو د مړيني له کبله درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دئ. ويل کيږي چي په دغه طبيعي ناورين کي تر ۲۳۳ زيات انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ej5L
انځور: REUTERS/O. Sobhani

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هيواد کي د دروو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دئ او په پنجشېر ولايت کي ئې د واوري ښوېدني قربانيانو له کورنيو سره ئې د ۲۰ ميلينونو افغانيو مرستي لارښوونه کړې ده.

د پنجشېر امنيې قوماندان نن ويلي دي چي له وارو څخه د را ايستل سوو انسانانو د جسدونو شمېر اوس ۱۸۴ ته رسېدلی دئ.

عبدالعزيز غيرت ويلي دي ژغورونکي ډلي په څلورمه ورځ هم تر وارو لاندي په قربانيانو پيسې گرځي. د غيرت په خبره دوې ژغورونکي ډلي اوس هم په جسدونو او هغو کسانو پيسي چي کيدای سي تر واوري لاندي بند پاته وي گرځي.

د هغه په خبره د قربانيانو شمېر کيدای سي تر دې نور هم ډېر سي.

افغان ولسمشر او د هغه اجرائيه رئيس د جمعې په ورځ د وارو ښوېدني سيمو تر ليدني وروسته له نړيوالي ټولني څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

غنی له افغان او نړيوالو هوايي ځواکونو څخه غوښتي دي چي سيمي ته د هوا له لاري مرستي ورسوي.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د سختي واوري د اورښت له کبله تر اوسه پوري ۲۳۳ انسانان وژل سوي دي. د دغو قربانيانو ډېره برخه په پنجشېر کي وه او دغه راز په بدخشان کي ۲۵، په پروان کي ۱۳، په بغلان کي ۳ په بادغيس کي ۴ او په باميانو کي هم ۴ کسان وژل سوي دي.