1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کوکنارو کښت نور هم ډېر سوی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۲۹, سه‌شنبه

په ۲۰۱۳م کال کې د کوکنار کښت په تیرو ۱۲ کلونو کې تر بل هر کال ډیر وو. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحد ایالات په تیرو کلونو کې د دغه بوټي پر ضد په دغه هيواد کي ۷.۶ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DZ9D
انځور: picture alliance/AP Photo

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو ادارې ویلي دي چې افغان بزگرانو په ۲۰۱۳م کال کې په ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرلي دي. تر دې مخکې په ۲۰۰۷م کال کې په افغانستان کې ۱۹۳۰۰۰هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول چې تر ۲۰۱۳م کاله پوري په افغانستان کې تر ټولو ډیر کرل شوي تریاک ول.

د افغانستان د بیارغوني پر بهیر باندي د څارني امریکایي ادارې مشر جان سوپکو، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته په یوه لیک کې ویلي دي: «په تیرو کلونو کې امریکا متحدو ایالاتو او متحدینو یې د کوکنارو د کښت د زیاتیدو پر وړاندي گډ اقدام کړی دی چې په پایله کې یې د دغه کښت کچه د لنډ وخت له پاره لږ سوې هم وه.»

سوپکو په خپل لیک کې زیاته کړې ده: «د کوکنارو په کښت کې وروستۍ ډېرښت چې په افغانستان کې [په تیرو ۱۲ کلونو کې] سابقه نه لري، د هغو هڅو موثریت او دوام تر پوښتني لاندي راولي چې تر دې مخه ترسره شوي دي.»

افغانستان د نړۍ له ۸۰ سلنه ډیر غیر قانوني تاریاک تولیدوي. د ترایاکو د سوداگرۍ له لاري د رامنځ ته کیدونکي گټي یوه برخه طالب یاغیانو ته رسیږي. پر دې سربیره ویل کیږي چې د دغه بوټي تجارت په افغانستان کې له بې ثباتۍ، اداري فساد او بدې حکومتوالۍ سره مرسته کوي.

امریکا متحدو ایالاتو له ۲۰۰۱م کال راهیسي په افغانستان کې د کوکنارو کښت پر ضد پروگرامونو کې ۷.۶ میلیارده ډالره مصرف کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې سوپکو ویلي دي چې په ۲۰۱۳م کال کې په افغانستان کې د تولید شویو تریاکو ارزښت درې میلیارده ډالرو ته رسیده. په ۲۰۱۲ کال کې په دغه هیواد کې د تولید شویو ترایاکو ارزښت دوه میلیارده ډالر وو.

سوپکو گواښ کړی دی چې په ۲۰۱۴ کال کې کیدای شي په افغانستان کې د کوکنارو د تولید کچه لا پسي زياته شي: «د افغانستان په ډیرو برخو کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د کوکنارو د کروندو د نه خرابیدو له کبله کیدای شي چي په ۲۰۱۴م کال کې د کوکنارو د کښت کچه لا لوړه شي.»

سوپکو ویلي دي چې افغانان توانیدلي دي په تیره لسیزه کې ۲۰۰۰۰۰ هکتاره دښتي مځکه د کښت په مځکي باندي واړوي چې ډیره برخه یې د کوکنارو کښت ته ځانگړې شوې ده.

په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت په یوه لیک کې ویلي دي چې د دغه رپوټ له لارې ترلاسه شوي پایلي خواشینوونکې دي. ویل شوي دي چې په وروستیو وختونو کې د کوکنار کښت د افغانستان له ډیرو لیریو پرتو سیمو ته غځیدلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي مایکل لمپکین، ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت د تاریاکو ضد عملیاتو ملاتړ کړی دی خو د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو مسئولیت پر غاړه نه لري.

لمپکین ویلي دي: «زموږ په نظر، د کوکنارو په کښت کې د کمښت نه راتگ او د دغه بوټې د کروندو د له منځه وړلو په بهیر کې نه کمښت، د افغان حکومت د نه ملاتړ له کبله رامنځ ته شوی دی.»