1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ټاکنو کړکېچ نه ختميږي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو له نننيو خبري کنفرانسونو څخه داسي ښکاري چي د ټاکنو کړکېچ به هيڅ پای ونه مومي. بله خوا نن په کابل کي عامو وگړو د يوه لاريون په ترڅ کي د ټاکنو د پايلو د اعلان غوښته کوله.

https://p.dw.com/p/1Cyoi
انځور: Getty Images

نن په کابل يووار بیا د دواړو کانديدانو ټيمونو خبري غونډي لرلې. د اشرف غني ډلي ویاند فیض الله ذکي نن يووار بیا د خپل ټیم دریځ د رایو د تفتیش په اړه څرګند کړ او ویې ویل چې په حوصله مندۍ سره به د ټاکنو کمېسیون د تفتیش پرېکړو ته انتظار وباسي.

ذکي د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د تفتیش هغه پایلې دې خپلي ویب پاڼې ته پورته کړي چې تر دې دمه روښانه شوي دي: «موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړو چې په بيړه سره له شپېته سلنه د ډېرو رایو د تفتیش پایلي خپلې ویب پاڼې ته پورته کړي، څو د افغانستان خلک پرې خبر شي، هره ورځ مالومات تر لاسه کړي او نا خبره پاته نه شي.»

د ښاغلي غني ویاند زیاتوي چې د اجرایوي پوست رامنځ ته کېدل به له پرېکړه لیک سره سم وي او د احمد ضیا مسعود له پاره یې که هم کومه خاصه چوکۍ تر دې دمه ټاکلې نه ده خو زیاتوي چې هغه به د بدلون او دوام ټیم د بریا په صورت کې لوړ پوړی او د مشورې کس وي.

په ورته وخت کي ډاکټر عبدالله عبدالله هم له خپلو ټولو مهمو غړو سره په دې نامه چي له خلکو د ملي یوالي د حکومت په اړه مشورې واخلي غونډه لره.

د عبدالله په خبرو کې یووار بیا له سیال ټیم سره د نظر اختلاف او بې باوري ښکارېده او پر دې یې ټینګار کاوه چې د ناسم تفتیش په صورت کې به بیا هم د خلکو له حق څخه دفاع کوي او ځان به بریالی ګڼي:

«په ډېر ویاړ سره د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې زموږ په عزم او اراده کې د افغانستان د خلکو له پاکي رایې د دفاع په برخه کې هیڅ ډول بدلون راغلی نه دی.»

هغه له نړیوالو ناظرینو وغوښتل چې پروسه په سمه توګه تفتیش کړي او زیاتوي چې په سیاسي خبرو کې تر ډېره پرمختګ شوی خو بیا هم ځیني داسې عاملونه شته چې پروسه بیا د بې باورۍ میدان ته راباسي.

د عبدالله دویم مرستیال محمد محقق یووار بیا په انتقادي لهجه سیال ټیم درغلګر وباله او ویې ویل چې دوی په لومړي او دوهم دواړو پړاونو کې بریالي دي.

ده همدا شان له امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د خلکو په رایو دې لوبي نه کوي او ملګرو ملتونو ته یې په خطاب کې وویل چې یوازي دې په تخنیکي برخه کې د تفتیش له پروسې ملاتړ وکړي.

محقق ادعا کوي چې د تفتیش په پروسه کې یې هغه پنځه غوښتني نه دي منل شوي چې د دوی له خوا وړاندي شوي وې خو د ټاکنو کمېسیون، سیال ټیم او ملګرو ملتونو یې دا خبره په روار وار رد کړې ده.

دا په داسي حال کي ده چي ناټو ویلي دي چي که د ټاکنو ستونزې دوام ومومي او له امریکا متحده یالاتو او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک نه شي هغوی به له افغانستان د روان کال تر پايه پوري په بشپړه توگه ووځي.