1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسيا کي لوږه د کمښت په حال کي ده

دويچه ويله/ احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۲۷, پنجشنبه

په روم کي د خوراک نړيوال پروګرام (WFP) د عامه چارو مسئول زوی جونس، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د تيرو کلنو په پرتله په نړۍ کي له لوږي سره د مخامخ کسانو شمېر لږ سوی دی.

https://p.dw.com/p/1DF3r
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

هغه وويل چي اوس په نړۍ کي ۸۰۵ ميليونه انسانان د خوراک د کمښت له ستونزي سره مخامخ دي په داسي حال دا چي تېر کال د دغو انسانانو شمېر ۸۴۲ ميليونه وو. په دې توګه سره په نړيواله کچه د خوراک له بې ثباتۍ سره د مخامخ کسانو په شمېر کي د ۳۷ ميليونه کمښت راغلی دی.

نوموړی وايي چي په داسي حال کي چي تېر کال د نړۍ په هرو ۸ انسانانو کي يو د خوراک له کمښت سره مخامخ وو، دغه کال په هرو نهو انسانانو کي يو له دغي ستونزي سره مخامخ دی.

د آسيا ستره وچه چي د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لري، د خوراک ستونزه پکښي تر نورو وچو ډېره ده. د خوراک د نړیوال سازمان سږنی راپور چي د State of Food Insecurity in the World 2014 يا په 2014م مېلادي کال کي په نړۍ کي د خوراکي بې ثباتۍ د وضعې تر عنوان لاندي خپور سوی دی، راغلي دي چي په آسيا کي د اټکل له مخي ۵۲۶،۶ ميليونه انسانان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي.

په راپور کي زياته سوې ده چي البته له ۱۹۹۰م څخه تر ۱۹۹۲م کال پوري ۲۱۷ ميليونه آسيايان په دې توانېدلي دي چي د خوراک د کمښت له ستونزي څخه ځان خلاص کړي.

د خوراک د نړيوال سازمان پروګرام استازي زوی جونس دويچه ويله ته وويل چي په نړيواله توګه د ۱۹۹۰م او ۱۹۹۲م کال راهيسي له خوراکي ستونزو سره د مخامخ انسانانو سلنه د ۱۸،۷ سلني څخه ۱۱،۳ سلني ته راکښته سوې ده.

هغه زياته کړه ده چي د پرمختګ په حال هيوادونو کي بيا دغه سلنه په ياده موده کي د ۲۳،۴ څخه ۱۳،۵ سلني ته راکښته سوې ده.

د نوموړي په وينا د زريزي هدف په توګه پلان سوې ده چي د پرمختګ په حال کي هيوادونو د خوراکي ستونزو لرونکو انسانانو سنله تر ۲۰۱۵م کال پوري و ۱۱،۳سلني ته راکښته سي.

د جونس په وينا په زياته بيا په آسيايي هيوادونو کي لکه چين، اندونيزيا، تايلنډ او ويتنام کي په تيرو درو لسيزو کي د لوږي خطر کم سوی دی. دا هغه هيوادونه دي چي په ياده موده کي يې په لوړه کچه اقتصادي پرمختګ کړی دی. نوموړی وايي چي د لوږي پر ضد د يادو هيوادونو د لاس ته راوړنو راز دا دی، چي دوی په زراعت او د هغه په بنسټيزو جوړښتونو کي په لوړه اندازه پانګونه کړې ده.

نوموړی وايي چي د آسيا هغه هيوادونه چي په زراعت او اړونده بنسټيزه جوړښتونو کي پانګونه نه کوي او په زياته بيا له سياسي بحرانونو سره مخامخ دي، هلته اوس هم د لوږي ګواښ زيات دی.

د نوموړي په وينا په زياته بيا د آسيايي هيوادونو د سياسي مشرانو او حکومتونه له پاره په کار دي چي د لوږي پر ضد مبارزه او د خوراک ثبات خپل لومړيتوب وګرځوي.