1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اخوان المسلمين کی نوی نسل د زاړه نسل پرضد

محمد قاسم نوري ، کریستن مک ټایش۱۳۹۴ فروردین ۸, شنبه

اخوان المسلمين چي څه ناڅه ۱۰۰ کاله سابقه لري او ډیر وخت د زاړه نسل لخوا رهبری سوی دی ، اوس د نوی او زاړه نسل د مشکل سره مخامخ دی . د هغوی ځوانانو اوس په اعتراضونو لاس پوری کړی دی

https://p.dw.com/p/1Eyrw
انځور: Mohamed El-Shaed/AFP/Getty Images

د هِند په نامه یو شل کلن ځوان وايی ، چي « په اخوان المسلمين کی د ځوانانو په مقابل کي تفاهم او د هغوی د فکر او احساس درکولو کوښښ یوازی هغه وخت شروع سو ، کله چي تر کودتأ او عام وژني وروسته د غورځنگ کښتۍ ډوبه سوه .»
هِند د اخوان المسلمين ځوان غړی دی او د غورځنگ د سخت تعقیب له کبله نه غواړي، چي په فامیلی نوم باندي یاد سي . ده DW المان ږغ ته وویل
«اکثره انقلابي سازمانونه پر سړکونو باندي رامنځته سوي دی ، په هغوځایونو کي چي ځوانان تعین کونکی رول لوبوي . دا د ځوانانو مبارزه ده . »
د اخوان المسلمين ځوان نسل د خپلو رهبرانو څخه مایوسه دی ، کوم چي زیادتره کسان یې بندیان یا په تبعید کي ژوند کوی او تیت او پرک دي . ددغه بې صبره نسل کنټرول اوس ډیر سخت سوی دی او د نوی او زاړه نسل تر منځ درز نور هم مخ پر ډیریدو دی . دې خبري دا تشویش رامنځته کړی دی ، چي ډیری ځوانان به افراطيت ته رجوع وکړي او په تشدد به لاس پوري کړي .
د لیري سوي پخواني جمهوررييس محمد مرسي اداري کارکونکی ۲۴ کلن حمزه سراوي وايی ، «په مجموع کی ویلای سو ، چي د اخوان المسلمين زوړ نسل نسبت ځوانانو ته د خطرونو ،انقلاب او بې ثباتۍ په هکله بل ډول فکر کوي . »
حمزه سراوي نن ورځ د اخوان المسلمين په مقابل کي انتقادي نظر لري . دی وايی ، چي ځوانان د خپلي هغي رهبرۍ په مقابل کي ناامیده دي ، چي د حکومت پر وخت یې نور کسان د قدرت څخه لیري کړل ، په عوض ددې چي د غیر مسلمانانو سره کار وکړي ، د مستقیم جنجال او برخورد څخه وبیریدل او هیڅ وخت یې دا جرأت ونکړ، چي په دولتي ارگانونو ، د هغې جملې څخه په پولیسو کي اصلاحات راولي ، کوم چي د سرکوبی
او ټکولو یو سمبول گرزیدلی دی .

څوک ددغي وضعي مسؤله دي

دغه ځوان اضافه کوي ، چی «د غورځنگ رهبري په عوض ددې چي په اساسی او جدي حل پسي وگرزي ، په نیمه حل باندي لاس پوري کوي . »دده په نظر په غورځنگ کي ډیری ځوانان د اخوان المسلمين د زاړه نسل څخه انتقاد کوي ،اووايي چي د سیاسی قدرت اخیستلو د امکاناتو څخه یې سمه استفاده ونه کړه، کوم چي په نتیجه کي یې د خپلو اعضاوو خونړي سرکوبه کولو ته زمینه برابره کړه . د اخوان المسلمين په زرهاوو غړي په قتل ورسیدل او بندیان سول . د اخوان المسلمين د یوه مشهوره بندي غړي یو خپل وايي،
«تر ټولو دمخه تر کودتأ وروسته د نوی او زاړه نسل تر منځ درز تر پخوا هم ډیر سو ، ځکه چي باید گناه پر یو چاباندي ورلویدلې وای . »


د اخوان المسلمين د رهبرۍ هغه کسان چي د مصر څخه دباندي په خارج کي ژوند کوي ، که څه هم مني چي د نوی او زاړه نسل تر منځ اختلافات موجود دي ، خو وايی چي دا کوم غیر عادي اختلافات ندي . په لندن کی د اخوان المسلمين د مطبوعاتي دفتر څخه عبدالله هداد په دې باب وايی ،
«زه گومان کوم ، چي دغه ډول یو درز او اختلاف په هره جامعه کي موجود دی . د غورځنگ زوړ نسل ډیر محتاطه دی او تشدد او د زور استعمال د یوې ستراتیژی په حیث ردوي ، خو ټوله یعني نوی او زوړ دواړه د یوې ستراتیژی په چوکاټ کي فعالیت کوي . »
واقیت هم دادی ، چي په مصر کي د نسلونو تر منځ اختلاف په اخوان المسلمين باندي نه محدودیږي . په هغه هیواد کي چي دوه پر دریمه برخه یې تر ۳۵ کلونو کښته عمر لري ،او زوړ ممتاز قشر حکومت کوي ، نودغه حالت په تیرو درو لسیزو کي د سیاسي ، اقتصادي او اجتماعي بُن بست سبب سوی دی . د مصر ځوان نسل د خپلو پلرونو د وخت پر ټولو سیاسی جریانونو باندي تور لگوي ، چي ددغه رکود او بن بست په مقابل کي یې څه ندي کړي .

Kairo Prozess Muslimbruderschaft Mohamed Badie 30.08.2014
د اخوان المسلمین غړي محمد بدیع د محاکمې پر وختانځور: Reuters