1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د روسي استخباراتو د فعالیتونو په هکله خبرداری

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳۱, یکشنبه

د آلمان د کورني استخباراتي ادارې چې د اساسي قانون د ساتنی د ادارې په نامه یادیږي، د معلوماتو له مخې د روسیې استخبارات په آلمان کې د سیاست او اقتصاد په سکتورونو کې د مخبرانو د موندولو په لټه کي دي.

https://p.dw.com/p/1BlKy
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

«وېلت ام زونتاگ» نومې آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د کورني استخباراتي ادارې «فرفسونگ شوتڅ» په حواله رپوټ ورکړی دی چې د مخبرۍ له پاره هغه کسان د روسي استخباراتو هدف گرځيدلي دي چې «ضعیف النفس او خوش باوره» دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د روسي جاسوسانو هدف دا دی تر څو د آلمان د پارلمان او یا د وزارتونو د کار کوونکو له لارې د هیواد «حساسو اقتصادي او بهرني سیاسي، او دغه راز د وسلو جوړولو د پروژو» معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

نوموړې ورځپاڼې ته د آلمان د فدرال کورني استخباراتو ادارې مشر هانس- گیورگ ماسن، ویلي دي: «د بل هیڅ استخباراتي ادارې له پاره په آلمان کې د استخباراتي معلوماتو لاس ته راوړل او روښانه کول دومره زیات اهمیت نه لري لکه د روسي استخباراتو له پاره.»

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې د روسیې بهرنۍ استخباراتي اداره (SWR) په هدفي توگه غواړي چې د آلمان د سیاستوالو، بنسټونو او وزارتونو اداري مسوولین او اکادمیک کارکوونکي استخدام کړي تر څو د دغو کسانو په مرسته حساسو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي. د آلمان د کورني استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې د روسیې د سفارت د کار کوونکو دریمه برخه، استخباراتي پسمنظر لري.

«رستورانت د پیښې ځای»

د آلمان د استخبارتي ادارې د جاسوسۍ ضد څانگې آمر بوخارد ایوون، ویلي دي چې روسي اجنټان په «پوره ځیرتیا سره تحلیل کوي چې څوک کیدای شي د هغوی له پاره په زړه پورې وي» او بیا په هدفي توگه له هغه سره د ملگرتیا په لټه کې کیږي. د هغه د وینا له مخې دغې ډول جاسوسۍ ته «نیمه تدارکات» وايي. د آلمان په استخباراتي اداره کې مامورین دا اندیښنه لري چې روسي اجنټانو ښایي د آلمان فدرالي شورا یا بوندستاگ کې د نوو استازو د کار له پیل څخه خپلې هلې ځلې نورې هم پیاوړې کړي وي.

هغوی یادونه کوي چې د روسي اجنټانو د کار څرنگوالی تل یو ډول دی: « په لومړي سر کې په امتحاني توگه څیړل کیږي چې آیا تر هدف لاندې شخص گټور معلومات لکه د انرژۍ د سیاست په برخه کې او یا د سترو شرکتونو، د ناټو او یا هم د اروپا د اتحادیې په برخه کې پیژندگلوی لري که نه. له هغې وروسته روسي اجنټان له خپلو ارتباطی کسانو سره په رستورانونو، بارونو او قهوه خانو کې سره لیدنه کتنه کوي. هغوی ته پیسې په غیر مستقیم توگه ورکول کیږي. روسي اړخونه د هغوی د خوراک او څښاک مصرف پر غاړه اخلي.»

خو د آلمان استخباراتي مامورین د هغو کسانو چې د روسي اجنټانو تر هدف لاندې نیول کیږي، د «خوش باور توب» او «ساده توب» په هکله حیران دي. د نوموړو مامورینو د وینا له مخې «دغه ډول کسان کله چې خبر شي چې له څه ډول اشخاصو سره یې اړیکه پیدا شوې ده، ډیری وخت سخت حیران پاتې کیږي». په آلمان کې دا یو جرم دی چې له یوه بهرنۍ استخباراتي اجنټ سره د یوې توطئی په مقصد لیدنه کتنه وشي.