1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي له پناه غوښتونکو سره بد چلند سوی

دويچه ويله/ مسمعود جهش۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

په لومړي سر کې دا انځور داسي ښکاري لکه په کوانتانامو او يا دي په ابو غریب زندان کې اخیستل شوی وي. خو دا د آلمان په بوربخ ښار کې اخیستل شوی دی. پولیس په دې ځای کې اوس د ساتونکو له خوا د پناه غوښتونکو احتمالي زورونه څېړي.

https://p.dw.com/p/1DN8L
انځور: Polizei NRW/dpa

آلماني چارواکي اوس دوه داسي ساتونکي څېړي چې ویل کیږي په بوربخ ښار کې یې د پناه غوښتونکو په یوه استوگنځای کې ځینې پناه غوښتونکي زورولي دي. دغو کسانو خپل کارونه په گرځنده تلیفونونو کې ثبت کړي دي.

څېړونکو د دغو انځورونو او ویدیوگانو څخه یو یې د یکشنبې په ورځ رسنیو ته سپارلی دی. د هاگن ښار د پولیسو مشر فرانک ریشتر، د انځورونو په اړه وویل: «دا داسې انځورونه دي چې زموږ ډیر کسان یې شاید له گوانتانامو سره ربط ورکړو [...] دواړه ساتونکي د دې کار د کولو په حال کې خاندي.»

په خپاره شوي انځور کې یو پناه غوښتونکی پر ځمکه باندي پرې ايستل شوی دی او د یوه ساتونکي پښه د هغه پر غاړې باندي ایښوول شوې ده. یو بل ساتونکي بیا پناه غوښتونکي ته نزدې ناست دی او داسې ښکاري چې ځان د انځور له پاره چمتو کوي.

په انځور کي دواړه د خندا په حال کي ليدل کيږي
په انځور کي دواړه د خندا په حال کي ليدل کيږيانځور: Polizei NRW/dpa

دیشتر وویل، د دې امکان شته چې دغه جنایات له بتعیض ډک ول، خو هغه ټینگار وکړ چې د پیښي څېړنه اوس په خپلو لومړنیو مراحلو کې ده. هغه زیاته کړه: «تر اوسه پوري داسي شواهد نه دي ترلاسه شوي چې تورن کسان دې په افراطي ښي اړخو پوري تړاو ولري.»

دغه معلومات په لومړي سر کې د WDR تلویزیون له خوا بربنډ شول. د دې تلویزیون په یوه خپرونه کې عیني شاهدانو ویلي ول چې ساتونکو هغوی وهلي او توهین کړي دي. WDR همداراز روښانه کړې وه چې د هغوی یوه خبریال داسې ویدیو هم لیدلې وه چې پکښې خپاره شوي انځور ته ورته حالت ښوول شوی وو.

په زیگن کې لوړپوړي څارنوال یوهانس داهایم، وویل چې په یوه ویدیو کې ډیر بد حالت ښوول شوی دی: «دا ډیري زوروونکې خبره ده چې سړی فکر وکړي چې دغه کسان له نورو هیوادونو څخه موږ ته د سخت تاوتریخوالي له زغملو وروسته راځي. هغوی دلته پناه غواړي خو بیا له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کيږي. دا د هغوی وضعیت لا پسې خرابوي.»

د آلمان د نارد راین ویستفالن، ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف یگر، د آلمان له لومړي تلويزيوني چينل سره په خبرو کې ویلي دي چې چارواکي به دغه پیښه تعقیب کړي، څو «ډاډه شي چې دغه شان وضعیت بیا نه رامنځ ته کیږي».

رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شکمن کسانو یوې شخصي کمپنۍ ته چې European Homecare نومیده کار کاوه. دغه کمپنۍ په آلمان کې د کډوالو د کمپونو د ساتلو یوه اصلي قراردادي ده.

یوازي د روان کال په لومړۍ نیمایي کې تر ۶۵۰۰۰زيات کسانو په آلمان کې د پناه غوښتني عریضې ورکړې دي. آلمان په دې موده کې تر بل هر اروپايي هیواد ډیر کډوال منلي دي.