1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ترکان د ترکيې د جمهور رئيس په ټاکلو کي رايي ورکوي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۰, جمعه

دا لومړی وار دی چي په آلمان کي اوسېدونکي ترکان د خپل هيواد د جمهوري رياست په ټاکنو کي برخه اخلي. خو خبريالان په دغه برخه کي په راپور ورکولو کي له محدوديتونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1CnSj
انځور: David Gannon/AFP/Getty Images

په له آلمان کي د ۱،۴ ميليونه اوسېدونکو ترکانو له ډلي څخه ډيرو يې په لومړي وار د رايي ورکولو پاڼه ټکه کړې په صندوق کيې يې اچولې او په دې سره يې د خپل هيواد په سياست کي فعاله ونډه اخيستې ده.

دغه ترکان به د برلين په ورزشي لوبغالي او يا د فرانکفورت په ستر سالون «فراپورت» کي خپلي رايي وکاروي. دوی دغه راز کولای سي چي د آلمان په اوو سترو ښارونو کي په لومړی وار په ترکيه کي د جمهوري رياست په ټاکنو کي تر هيواد دباندي ونډه واخلي. ويل کيږي چي دغه انتخاباتي محلونه به د يکشنبې ورځي د مازيگر تر پنځو بجو پوري پرانيستي وي.

په آلمان کي د ترکانو د کارول سوو رايو شمېرنه به بيا وروسته په ترکيه کي ترسره سي. پخپله په ترکيه کي د جمهوري رياست ټاکني د اگست مياشتي پر ۱۰ نېټه ترسره کيږي.

د رايو ورکولو له محلونو څخه راپور ورکول منع دي

په آلمان کي د ترکيې د جمهوري رياست له پاره د رايي ورکولو په لومړۍ ورځ خبريالانو د راپور ورکولو په برخه کي ستونزي لرلې. خبريالانو ته يوازي د رايي ورکولو په پيل کي اجازه ورکړل سوې ده چي محلونه وگوري، خو د رايو ورکولو پرمهال هغوی له محلونو څخه ايستل سوي دي. د ترکيې حکومت د رايو ورکولو دغه محلونه په کرايه نيولي دي، ځکه نو حق لري چي دلته خپل مقررات پلي کړي.

د آلمان د خبريالانو اتحاديې او ژورناليستانو انجمن د ترکيې حکومت دغه اقدام د بيان پر آزادۍ باندي تعرض ښوولی دی. د ترکيې قونلسگرۍ ويلي دي چي دغه مقررات بيا تر بحلونو دباندي صدق نه کوي.

د انترنيت له لاره نومليکنه

په آلمان کي اوسېدونکي ترکان تر ترکيې دباندي دغه رايي ورکول يو پرمختگ بولي. تر دې دمخه ترکان د خپلو رايو د ورکولو له پاره مجبوره ول چي خپل هيواد ته سفر وکړي. اوس دوی کولای سي چي د انترنيت له لاره نومليکنه وکړي چي چيري غواړي خپله رايه وکاروي. که چيري نوم ليکنه نه وکړي او پر خپل سره د رايي ورکولو يوه مرکز ته ولاړ سي کېدای سي چي رايي نه وکارولای سي.

د ترکيې جمهوري رياست ته د دغه هيواد له «عدالت او توسعې» گونډ څخه اوسني لومړي وزير رجب طيب اردوغان هم ځان کانديد کړی دی. دغه راز د اپوزيسيون له دوو سترو گوندونو «د خلق جمهوري غوښتونکي گوند او د خلق ديموکراتيک گوند» څخه اکمال الدين احسان اوغلو او د کردانو له ملاتړي «خلقو ديموکراتيک گوند» څخه صلاح الدين ديميرتاش هم ځانونه جمهوري رياست ته نومولي دي. د ترکيې اوسني جمهور رئيس عبدالله گل بيا ولسمشرۍ ته ځان نومولي نه دی.