1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ترکيې باندي د اروپايي ټولني او امريکا نيوکي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

اروپایي ټولني او امریکا متحدو ایالاتو په ترکیه کې د رسنیو په شرکتونو کې د پولیسو تالاشۍ او د ژورناليستانو نیول غندلي دي. په نیول شوي کسانو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مخالف واعظ گیولن پلویان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1E48H
انځور: picture-alliance/Kayhan Ozer/Anadolu Agency

د اروپایي ټولني د بهرنیو چارو مسئولي فیدریکا موگیرني او د اروپايي ټولني د لمن د پراخیدو کمیسیار یوهانیس هان، له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د ترکیې د پولیسو چلن د بیان له آزادۍ سره نه خوري او په وینا يې د اروپایي ټولني له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

په دغه بیانه کې دواړو دې خبري ته اشاره کړې ده چې په اروپایي ټولنه کې د کاندیدانو شاملیدل تر هرڅه زیات «د قانون د واکمنۍ او بنسټیزو حقوقو» ته په درناوي پوري تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې ترکیه له ۱۹۹۹م کال راهیسي په اروپايي ټولنه کې شاملیدو ته کاندیده ده او له ۲۰۰۵م کال راهیسې په دې هکله خبري اتري پیل شوي دي.

امریکا متحدو ایالاتو هم په خپل وار سره اندېښنه ښودلې ده. متحدو ایالاتو پر ترکیې باندي د «یوه دوست او متحد» په توگه غږ کړی دی، چې هغه اقدامات چې د بیان د آزادۍ او قضا د خپلواکۍ پر ضد وي ونه کړي. دغه څرگندونې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان ساکي په واشنگټن کې کړي دي.

د حکومت ضد انتقاد کوونکي فتح الله گیولن، د احتمالي پلویانو پر ضد دغه اقدام کابو یو کال وروسته په هماغه ورځ کیږي، چې د رجب طیب اردوغان د محافظه پاله گوند AKP په شا او خوا کړيو کې د اختلاس له یوې رسوایي څخه پرده پورته شوې وه.

څارنوالانو هغه مهال هر اړخیز تحقیقات پیل کړل. د حق او عدالت یا AKP په گوند پوري اړوند ډیر سوداگر او سیاستوال ونیول شول. خو وروسته بيا د اختلاس قضیې په بشپړه توگه وتړل شوې.

له متحد څخه تر مخالف پوري

هغه مهال د ترکیې حکومت مشر او اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان پر گیولن باندي تور ولگاوه، چې په دغه رسوايي کې لاس لري او غواړي چې حکومت راوپرځوي. د تیري جمعې په ورځ اردوغان اعلان وکړ چې دی به د گیولن پلویان «تر پټنځایونو» پوري تعقیب کاندي.

گیولن تر ډیري مودې پوري د اردوغان له سیاسي ملاتړو او متحدینو څخه شمیرل کیدی، خو دغه ملاتړ هغه مهال له منځه ولاړ چې د گیولن په وینا حکومت هڅه وکړه چې د ده د «خدمت غورځنگ» له خوا د چلیدونکو ښوونځیو او مرستندویه ټولنو شبکه تر خپل کنترول لاندي راولي.

دغه واعظ له ۱۹۹۹م کال راهیسې د امریکا متحدو ایالاتو په پېنسلوانیا ایالت کې د تبعید ژوند تیروي. د شنبې په ورځ د «زود دویچه څایټونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي په یوه مقاله کې گیولن ویلې ول، چې د اردوغان په مشرتوب ترکیه په یوه «گوندي هیواد او آن د یوه سړي په هیواد» باندي اوښتې ده.

د ۳۰ تنو نیول کیدل

د «انادولو» خبري آژانس د معلوماتو له مخې په ۱۳ ښارونو کې د پولیسو له خوا تالاشۍ شوي دي. زیاته شوې ده چې لږ تر لږه ۲۷ تنه نیول شوي دي. د ۳۲ کسانو د نیولو حکم صادر شوی وو، چې پکښې پر نورو سربیره د «زمان» په نوم پر حکومت انتقاد کوونکي ورځپاڼي مسئول مدیر اکرم دومان لي، نوم هم شامل دی.

د استانبول په اطرافو کې شا او خوا ۲۰۰۰ احتجاج کوونکو د دغه ورځپاڼي ودانۍ کلابنده کړه او ودانۍ ته یې د پولیسو د ورتگ مخه ونیوله. په دې ترڅ کې یونیفورم لرونکي پولیس پر شا شول او څو ساعته وروسته په ملکي جامو کې پولیس راغلل او دومان لي یې ونیو، چې د چکچکو په واسطه د خپلو ملاتړو له خوا بدرگه شو.

همداشان د یوه تلویزون مشر هدایت کراچا، ډیر پروډیوسران او لیکوالان هم نیول شوي دي. د ترکیې د دولتي راډیو د رپوټ له مخې په دغو تالاشیو کې د پولیسو یو پخوانی مشر هم نیول شوی دی.

اکرام دومان لي
اکرام دومان ليانځور: Reuters/M. Sezer
فتح الله گيولن
فتح الله گيولنانځور: picture-alliance/dpa