1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوالو په خوست کې د گوزڼ گواښ ډیر کړی

فریدالله ظاهر (خوست)۱۳۹۳ مهر ۹, چهارشنبه

له وزیرستان څخه خوست ولایت ته راغلو کډوالو له ځان سره د پولیو ناروغۍ هم راوړې ده. د خوست د عامې روغتیا د چارواکو په خبره تر اوسه پورې په دې ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ درې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

https://p.dw.com/p/1DOKj
انځور: AP

د خوست د عامې روغتیا ريیس ډاکټر ګل احمد شاه، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په وروستیو وختونو کې په دې ولایت کې د پولیو ناروغیو یو شمیر مثبتې پیښې ثبت شوې دي. هغه زیاته کړه: «تر اوسه درې مثبتې او ۱۲ تر شک لاندې د پولیو بیښې ثبت شوې دي. دغه پیښې ټولو په گډوالو کې رامنځ ته شوې دي.»

ډاکټر احمد شاه زیاته کړه چې د پولیو ناروغۍ دا پیښې د خوست په مرکز لنډرو، تڼیو او سپیرې په ولسوالیو کې تشخیص شوې دي.

په همدې حال کې د پاکستان له وزیرستانت څخه خوست ته راغلي کډوال وایي چې دوی په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۰۲ کال راهیسې خپلو ماشومانو ته هیڅ واکسین نه دی کړی. د هغوی په خبره له یوې خوا وسلوالو د واکسین اجازه نه ورکوله او له بلې خوا بیا خلکو دا فکر کاوه چې واکسین ورته نورې ناروغۍ پیدا کوي.

محمد یوسف د وزیرستان د مداخیلو سیمې اوسیدونکی دی. هغه دویچه ویلې ته وویل: «موږ هلته ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه دي ورکړي. طالبانو خلکو ته ویل چې څاڅکي مه اسعتمالوئ نو موږ هم خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دي ورکړي.»

یو بل تن کډوال ګلزارشاه روښانه کړه چې په ځینو سیمو کې د واکسین اسانتیا موجوده نه وه نو له دې کبله هغوی نه دي توانیدلي چې خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي: «تر ۲۰۰۲ کال پورې په وزیرستان کې د پولیو واکسین وو خو له هغې وروسته تر ننه پورې ټول ماشومان له واکسین څخه پاتې دي.»

د خوست د عامې روغتیا ریيس ډاکټر ګل احمد شاه، اندیښنه څرګنده کړه چې د پولیو یوه پیښه د خوست له پاره د خطر زنګ دی. خو هغه په عین حال کې روښانه کړه چې په بیلابیلو سیمو کې یې ځانګړي تیمونه ګومارلي دي ترڅو کډوال واکسین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې یوه نړیوال روغتیايي بنسټ هم اندیښنه څرګنده کړي وه چې که له پاکستان څخه راغلو کډوالو ته په وخت روغتیایي خدمتونه وړاندې نه شي نو د یو شمیر خطرناکو ناروغیو د خوریدو جدي ګواښ موجود دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو څخه دي چې تر اوسه پورې هم په کې د پولیو ناروغۍ پیښې رامنځ ته کیږي. دغه ناروغۍ بیا په خاصه توگه په پاکستان کې ډیره ده.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له امله له وزیرستان څخه په زرهاو کورنۍ خوست او د افغانستان نورو ولایتونو ته راغلي دي.