1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان يو شمېر طالب بنديان ازادوي

۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي د افغانستان د سولي شورا له پلاوي سره دې موافقې ته رسېدلي دي، چي په دغه هيواد کي بندي يو شمېر طالبان ازاد کړي.(د بگرام زندان انځور)

https://p.dw.com/p/16isL
انځور: picture-alliance/dpa

د دواړو هيوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۴) اعلان وکړ، چي د سولي پروسې د برياليتوب له پاره دغه پريکړه د پاکستان ښه نيت ښيي.

یوه افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه پورې لا دا خبره څرګنده نه ده چې پاکستان به د افغانستان د سولې په بهیر کې کوم ډول نقش ولوبوي.

خو د دې افغان چارواکي په خبره دا چې پاکستان د افغان زندانیانیو له ازادولو سره موافقه ښوولې ده د دې هیواد ښه نیت ښيي.

یوه پاکستاني چارواکي هم ویلي دي چې دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا په دې ترڅ کې به د طالبانو لوړ پوړی قوماندان ملا عبدالغني برادر هم آزاد شي او که نه.

اوس مهال یو افغان پلاوی په پاکستان کې دی چې له دې هیواد سره د افغانستان د سولې پروسې د پر مخ بېولو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده مخکې د افغان ولسمشر حامد کرزي، امنيتي سلاکار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا، ويلي وو چې يوه افغان پلاوي په پاکستان کې له ملا برادر سره ليدلي وو.

ملا برادر چې د افغان چارواکو په خبره، په دغه هيواد کي د سولې پروسې د پرمخ بېولو له پاره يې مهم رول لوبولای شوای، په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول سو او اوس هم هلته بندي دئ.

د ملا برادر په اړه ويل کيږي، چي د طالبانو پر يو شمېر لوړپوړو چارواکو سربيره له ملا عمر سره نزدې اړيکې لري.

په افغانستان کې جگړې ته د پای ټکي د ايښوولو له پاره له ډير وخت راهيسې هڅې روانې دي، خو تر اوسه پورې کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.

د روان کال په لومړيو کې امريکايي چارواکو له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې راتلو له پاره د يوه جوړجياړي په موخه خبرې پيل کړې، خو دغه خبرې ډير ژر بيرته وشلېدې.

د دغه کال د مارچ په مياشت کې د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ خبري هغه وخت بې نتيجې پاتې شوې، چې دواړه اړخونه په گوانتانامو زندان کې د پنځو تنو طالب بنديانو د ازادېدو پر سر موافقې ته سره و نه رسېدل.
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو په وار وار له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده، چي په هغه هيواد کې طالب بنديان افغان چارواکو ته وسپاري. خو پاکستان تر اوسه پورې مثبت جواب نه وو ورکړی.

د روان کال د جولای په مياشت کې افغانستان ته د پاکستان د نوي صدراعظم راجه پرويز اشرف، د سفر پر مهال دواړه هيوادونه پر دې سره سلا شول چې په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه منظمې خبرې اترې پيل کړي.

نجيب الله زيارمل (Reuters، afp)
کتونکی: مسعود جهش