1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له «شربت گلې» څخه شناخته کارډ بیرته اخلي

epd۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبه

پاکستانۍ ورځپاڼۍ «ډان» د چهارشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې پاکستان له شربت گلې، څخه بیرته پاکستانی شناخت کارډ یا تذکره اخلي. دغه خبر د «اي پي ډي» خبرې آژانس ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1EhCG
انځور: picture alliance/Goran Stanzl

د شربت گلې، څیره په اتیایمه لسیزه کې هغه وخت نړیوالو وپیژنده چې د «نیشنل جیوگرافیک» مجلې پر لومړي مخ «د افغاني نجلۍ» تر سرلیک لاندي د هغې یو انځور چاپ شو.

اوس د «ډان» ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ د (۲۰۱۵م کال د فبرورۍ پر ۲۵مه) خبر ورکړی دی چې پاکستاني چارواکو له هغې څخه شناختي کارډ یا د پاکستان تذکره بیرته اخلي، ځکه چې هغې دغه اسناد په غیر قانوني ډول په لاس راوړي وو.

شربت گله چې اوس یې عمر تر ۴۰ کلونو اوښتی دی په ۱۹۸۴م کال کې یې یوه امریکايي عکاس سټیو میک کیوري له لوري انځور اخیستل شوی وو. دغه عکاس دغه انځور د پیښور ښار ته څیرمه د افغان کډوالو په یوه کمپ کې اخیستی وو.

دغه عکس چې د شربت گلې شنې سترگي او پر سر یې څري سور پوړنی ښکاري په یو شاهکار واوښت او د لیناردو دا وینچي، د «مونا لیزا» له نقاشۍ سره پرتله کیده.

شربت گله چې هغه مهال شپږ کلنه وه او مشهوره نه وه، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال د الوتکو په بمبار کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړل او د خپلو وروڼو او خویندو سره په گډه د غرونو له لاري پاکستان ته کډه شوې وه.

څو لسیزي د هغې هویت همداسې نامعلومه پاته وو، خو په ۲۰۰۲م کال کې عکاس مک کیوري د افغانستان په یوه کلي کې د هغې درک ولگاوه. شربت گلي تر هغه مهاله خپل انځور چې «د افغاني نجلۍ» په نوم مشهور وو، نه وو لیدلی.

د شربت گلي د غیر قانوني اسنادو پیښه یوازي د هغو څو زرو پیښو څخه یوه ده چې په نزدې وختونو کې روښانه شوې ده.

د پاکستان د اسنادو د ثبتولې ادارې د یوه چارواکي په وینا د یوه کنترول په پروسه کې تر اوسه داسې ۲۲۳۴۹ افغانان پیژندل شوي دي چې د قانوني لارو یې د پاکستان تابعیت نه دی تر لاسه کړی.

پاکستان په اتیایمه لسیزه کې د افغان جگړې پر مهال د میلیونو افغانانو کډوالو کور وو. د دغو کسانو ډیری یې لا تر اوسه بیرته خپل هیواد ته نه دي ستانه شوي. پاکستان په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو د ایستلو هڅې پیاوړي کړي دي.