1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د افغانستان د ټاکنو پر مهال امنیتي تدابیر ډیروو

مسعود جهش (دویچه ویله، آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د ټاکنو له کبله به له دې هیواد سره په خپلې پولې کې امنیتي تدابیر لا ډیر کړي. له بلې خو د کونړ چارواکو ویلي دي چې په پاکستان کې یې د ټاکنو جعلي چاپ شوي کارتونه نیولي دي.

https://p.dw.com/p/1BbTh
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تنسیم اسلم
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تنسیم اسلمانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تنسیم اسلم، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «پاکستان به د افغانستان د ټاکنو پر مهال له دې هیواد سره په خپله پوله کې امنیتي تدابیر نور هم زیات کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یاغیانو په وروستیو ورځو کې پر افغانستان او په خاصه توگه پر پلازمینې کابل باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. طالبانو ویلي دي چې د ټاکنو پر وړاندې به ستونزې رامنځ ته کړي او افغانانو ته یې گواښ کړی دی چې په دغه بهیر کې ونډه وا نه خلي. افغانستان د وروستیو بریدونو په تړاو پر پاکستان باندې نیوکې وکړې. افغانستان ډیر وخت ادعا کوي چې یاغیان له پاکستان څخه په افغانستان کې بریدونه پلانوي خو پاکستان تل دغه تور ردوي.

میرمن اسلم وویل: «د امنیتي تدابیرو پراخول په دې معنی ده چې [له پولو څخه به] لا ډیره څارنه کیږي. په دې مرحله کې نه شو ویلای چې کوم تدابیر به نیول کیږي خو غواړي پر دې خبره ځان ډاډه کړو چې له پولې څخه هیڅوک په غیرقانوني ډول تیر نه شي.»

میرمن اسلم همداراز وویل چې هغه دې ته په تمه ده چې تر ټاکنو وروسته یو لا پیاوړی افغانستان وویني. هغې زیاته کړه: «موږ د دې مهم پړاو له کبله د افغانستان خلکو او حکومت ته مبارکي وایو.» هغې وویل: «دا د افغانستان د خلکو په دیموکراتیک سفر کې یوه تاریخي شیبه ده. موږ هیله لرو چې د راروانو ټاکنو تر پایلو وروسته افغانستان په یوه لا پیاوړي هیواد باندې بدل شی.»

دغې پاکستانۍ چارواکې هیله څرگنده کړه چې افغانان وشي کولای د ټاکنو پر مهال د امنیتي پیښو مخه ونیسي: «موږ هیله لرو چې د یاغیانو پر گواښونو سربیره هم ډیر شمیر افغانان په ټاکنو کې گډون وکړي.»

کونړ: په پاکستان کې چاپ شوي جعلي د رایو کارتونو نیول شوي

د کونړ ولایت چارواکو ویلي دي چې له یوه تنکي ماشوم څخه یې په سلهاو د رای اچونې داسې جعلي کارتونه نیولي دي چې په پاکستان کې چاب شوي او نورستان ته یې د وړلو هڅه کیده.

د کونړ ولایت د امنیې قوماند جنرال عبدالحبیب سید خیل، دویچه ویله ته ویلي دي چې لا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې د دغه کار تر شا د چا لاس دی. له بلې خوا د کونړ ولایت والي هم ویلي دي چې تر دې یوه ورځ مخکې یې هم د رای اچولو شاوخوا ۲۰۰ جعلي کارتونه نیولي وو.

په افغانستان کې د راروانې شنبې په ورځ ولسمشریزې او د ولایتي شوراگانو ټاکنې کیږي. دغه ټاکنې د افغانستان له پاره برخه لیک ټاکونکې بلل کیږي ځکه په ترڅ کې به یې د لومړي ځل له پاره له یوه ټاکل شوي ولسمشر څخه بل ته له دیموکراتیکې لارې واک ولیږدول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب