1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: امنیتي پیښو تر ۴۰ زیات کسان وژلي دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

په پاکستان کې په بېلابیلو امنیتي پیښو کې د پاکستاني چارواکو په حواله د ۳۴ یاغیانو او ۸ عسکرو په شمول تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي دي. په یوه بله ترافیکي پیښه کې بیا ۵۸ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DlEx
انځور: picture-alliance/AP

د پاکستان د امنیتي چارواکو په حواله د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د اورکزۍ ایجنسۍ په شیرین دره سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې باندې د یاغیانو برید پر شا تمبولی دی او هغوی ته یې سخت زیان اړولی دی.

یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د ۲۵ یاغیانو د وژل کیدو او د ډیر شمیر د ټپي کیدو رپوټونه لرو. زموږ څلور عسکر هم شهیدان شوي دي.»

په یوه بله پیښه کې د خیبر پښتونخوا ایالت بنو ته څیرمه د جاني خیل په سیمه کې د پوځ یو موټر د سړک د غاړې پر ماین وربرار شوی دی. د انور خان په نوم د پولیسو یوه تن چارواکي ویلي دي چې په دغه چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي دي او نور څلور تنه بیا ټپیان شوي دي.

بنو، شمالي وزیرستان ته څیرمه موقعیت لري. د پاکستان پوځ د جون له میاشتې راهیسې په شمالي وزیرستان کې پر پوځي تعرضي عملیاتو پيل کړی دی او ادعا کوي چې تر ۱۱۰۰ زیات یاغیان یې تر اوسه وژلي دي.

د باجوړ په قبایلي سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په یوه بلا جلا چاودنه کې د حکومتي ملیشې دوه تنه وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان شوي دي. د باجوړ ایجنسۍ د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې دغه موټر پر گزمه وو تر څو د پولیو یا گوزڼ د واکیسینو د ټیم له پاره امنیت وساتي. زیاته شوې ده چې په دغه پیښه کې نوموړې ټیم ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې. د یاغیانو له لوري تل د پولیو د واکسینو د قطرو د ورکولو پر ټیمونو باندې بریدونه کیږي.

د روغتیا د یوې چارواکې عایشه رضا فاروق، د وینا له مخې تر اوسه په دغسې بریدونو کې ۶۴ واکسین ورکوونکي او امنیتي کسان وژل شوي دي.

خیرپور ته څیرمه د ترافیکي پیښې ښکار شوی سرویس
خیرپور ته څیرمه د ترافیکي پیښې ښکار شوی سرویسانځور: picture-alliance/epa/W. Hussein

ترافیکي پيښه کې ۵۸ کسان وژل شوي دي

د پاکستان په سندهـ ایالت کې د سپرلیو یو ډک موټر د ترافیکي پیښې ښکار شوی دی چې په پایله کې یې ۵۸ کسان وژل شوي دي. په دغه پيښه کې په لسگونو کسان ټپیان شوي هم دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه سرویس موټر د خیرپور په سیمه کې له یوه بل موټر سره جنگیدلی دی.