1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ياغيان پر کابل د يرغل پلان لري»

خليل الرحمن اميد۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

په اولسي جرگه کې د ميدان ورد گو ولایت استازي وايي چې په ولايت کي يې ډېر وسله وال مخالفان راټول شوي او که یې امنیتي ځواکونه د شړلو اقدام ونه کړي نو دغه ياغیان به پر کابل به يرغل وکړي.

https://p.dw.com/p/1ExPA
انځور: Getty Images/AFP/Shah Marai

دوې ورځي دمخه وسله والو کسانو چې سپین کالي يې اغوستي ول د مسافرو پر یوه بس موټر يرغل وکړ او ۱۲ تنه یې پکښې ووژل. د ودرگو ولایت امنیه قوماندان دا پېښه د داعش یا اسلامي دولت ډلي کړنو ته ورته بللې ده.

په پارلمان کې د ميدان وردگو، دایکنډي او بدخشان ولایت استازو په خپلو ولایتونو کې د نا امنیو شکایت کړی دی. د بدخشان استازو ویلي دي چې د حکومت د بې غورۍ په صورت کې به د دغه ولایت ۱۳ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنترول کې شي.

بله خوا بيا وسله والو طالبانو د دایکنډي ولايت پر کجران ولسوالۍ ستر يرغل کړی دی. په اولسي جرگه کې د دغه ولايت استازي وايي چې دغه ولسوالي نژدې د سقوط په حال کې ده.

په ولسي جرگې کې د وردگو ولایت استازي حمیدې اکبري نن چهار شنبه (۲۰۱۵ کال د مارچ مياشتي ۲۵مه) د دغي جرگې په عمومي غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کابل غزني لاري امنيت دي خوندي کړي.

هغې وویل: «یو شمېر وسله وال په میدان وردگو کې ځای پر ځای شوي او غواړي پر کابل يرغل وکړي. د میدان وردگو امنیتي مسئولان باید کابل ته پوښتنو گروېږنو له پاره راوغوښتل شي چې هلته څه ستونزي موجودي دي.»

بدخشان ته دي جدي پاملرنه وشي

بدخشان چې له چین پاکستان او تاجکستان هیوادونو سره گډ سرحدونه لري په اولسي جرگه کي يې استازي وايي چې د ولايت امنیت يې سخت خراب شوی دی.

د دغه ولايت يوه استازي صفی الله مسلم وويل که بدخشان سقوط وکړي تخار او کندز به هم ورسره ښه پوره نا امنه او د طالبانو ځالې به پکښې جوړي شي.

دوې ورځې دمخه د افغانستان د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام هم پارلمان ته په استجوابیه غونډه کې وويل چې داعش غواړي د شمالي ولایتونو او بدخشان له لاري د منځنۍ اسیا هیوادونو او په خاصه توگه تاجيکستان،‌ ازبکستان، او ترکمنستان ته گواښ شي.

په مرکزي سیمو کې د وسله والو طالبانو د نفوذ تلاښ

د ولسي جرگې په نننۍ عمومي غونډه کې د دایکنډي ولایت استازو هم شکایت وکړ چې په هلمند کې د ذالفقار له عملیاتو سره يوځای د دوی د ولايت ځیني سیمي او په خاصه توگه کجران ولسوالي نا امنه شوې ده.

دایکنډي ولایت که څه هم له امنو ولایتونو څخه گڼل کيږي خو له هلمند او روزگان ولایتونو سره گډه پوله لري چې وسله وال په اسانۍ سره تگ راتگ ورته کولای شي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جنگي ماموريت تر ختمېدو او له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته امنتي وضعيت نور هم خراب شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف په واشنگټن کي له امريکايي چارواکو سره په ليدنو کتنو کې غوښتنه وکړه چې له هيواده يې د امریکايي عسکرو په وتلو کي ځنډ راسي چې اوس اوباما دغه غوښتنه منلې ده.