1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویسټ انډیز، زیمبابوې ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه

سيد رياض۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په یوولسمه ورځ ویسټ انډیز، زیمبابوې ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه. په دغه سیالۍ کې د ویسټ انډیز توپ وهونکي کرس گیل د نړیوال جام په یو ورځنیو سیالیو کې د ۲۱۵ منډو ریکاډ هم جوړ کړ.

https://p.dw.com/p/1EgcO
انځور: imago/Action Plus

ویسټ انډیز د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه. د لومړني اوور په دوهم توپ ویسټ انډیز خپل لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ. سوځیدونکی لوبغاړی سمت وو. خو تر هغې وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړو کرس گیل او سیمولز داسې لوبه وکړه چې نړۍ ورته گوته په غاښ پاتې شول.

د کرس گېل توپ وهنې نه یوازې ویسټ انډیز ته بریا ورپه برخه کړه، بلکې گیل د نړیوال جام په سیالیو کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ هم جوړ کړ. ده پر ۱۴۷ توپونو د شپاړسو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ ۲۱۵ منډې وکړې.

کله چې دې د ۵۰ اوور په وروستي توپ کیچ آوټ شو نو د ویسټ منډې هم ۳۷۲ ته رسیدلې وې. له ده سره بل لوبغاړی سمیولز وو چې هغه هم پر ۱۵۶ توپونو ۱۳۳ منډې جوړي کړې او تر آخره ناسوځیدلی پاته شو. په دې ترتیب ویسټ انډیز د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې ۳۷۲ منډې وکړې.

د دغه هدف تر لاسه کول د زیمبابوې له پاره بېخي ډېر گران وو. د زیمبابوې لوبډلې که څه هم په وروستیو اوورنو کې نسبتا ښه لوبه وکړه خو په لومړي سر کې تر ډیر فشار لاندې وه.

زیمبابوې د یوولسو په مجموعي منډو خپل لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ. دوهم لوبغاړی یې د ۲۶ په مجموعي منډو او دریم لوبغاړی یې۴۶ مجموعي منډو وسوځید. تر هغه وروسته د زیمبابوې لوبغاړي یو څه تم شول او منډي یې تر یوه ځایه ورسولې.

بالاخره په ۴۵ اوور کې د زیمبابوې ټول لوبغاړي د ۲۸۹ په مجموعي منډو وسوځیدل او ویسټ انډیز دغه لوبه د ۷۳ منډو په توپیر وگټله.

نړیوال ریکارډ

د ویسټ انډیز د کرکیټ لوبډلي اوپنر بېټمسن کرس گیل د نړۍ هغه لومړنی لوبغاړی شو، چې د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په یو ورځنیو لوبو کې یې د غبرگي سلیزي ریکارډ جوړ کړ.

تر ننۍ لوبې وروسته هغه د ویسټ انډیز له خوا په نړیوالو یو ورځینو لوبو کې ۲۲ سلیزي پوره کړې. دی چې کیڼ لاسی توپ وهونکی دی په نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې یې د انفرادي منډو شمیر هم تر نهو زرو واوښت.

کرس گیل د ۱۹۹۶م کال د نړیوال جام په سیالیو کې د جنوبي افریقا د گیري کیرسټن ریکاډ مات کړ. گیري کیرسټن د متحده عربي آماراتو پر وړاندي لوبه کې چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې وشوه ۱۸۸ منډې جوړي کړی وې.

پر دې سربیره د کیرس گیل ننۍ منډي په نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې هم په دریم نمبر ډیري منډي شوې. ننۍ غبرگي سلیزي د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې پنځمه غبرگه سليزه ده. دا د هند د کرکیټ د لوبغاړو پرته د کوم بل هیواد د لوبغاړي له خوا لومړنۍ غبرگه سلیزه ده.

تر دې دمخه چې کومې څلوري غبرگي سلیزي شوي دي هغه ټولي د هند توپ وهونکو وهلي دي. په دغو کې دوه روهیت شرما او یوه، یوه غبرگه سلیزه سچن ټنډولکر او وریندر سیهواگ وهلي دي.