1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي د آلمان له دفاع وزيري سره وليدل

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

د آلمان د دفاع وزیري له ولسمشر کرزي سره په ملاقات کې ټینگار کړی دی چې هیواد به یې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې له کابل سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1CiRy
انځور: Reuters

د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیرلاین، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. دغه آلمانۍ چارواکي د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته د خپلو ځواکونو او له افغان چارواکو سره د لیدنې په موخه سفر کړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «نوموړې [اورزلا فون دیر لاین] د افغانستان جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ چې آلمان د افغانستان دوست هېواد دی او خپلو همکاريو ته به په مختلفو ساحو کې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي.»

د آلمان د دفاع وزير له ولسمشر حامد کرزي سره تر ملاقات وروسته ماسپښين مهال په کابل کي دا روښانه کړه چي د افغانستان د ټاکنو د پايلو ځنډ د ناټو پر راتلونکو پلانونو باندي منفي اغېزه کوي.

هغې د افغانستان په اړه د ناټو راتلونکي غونډي ته چې په پلان کي ده د روان کال د سپتمبر مياشتي پر ۴ او ۵ نېټه جوړه شي په اشارې سره وويل چي په دغه غونډه کې به د افغانستان پر نوي ماموريت باندي خبري وسي.

هغې په کابل کي زياته کړه: «داچي موږ په تير وخت کي په افغانستان کي گډ ماموريت لاره په راتلونکې کي به هم گډه دنده ولرو. دا دلته ښيي چي هيڅوک نشي کولای چي په يوازي سره يې تر سره کړي.»

د پلان له مخي به ټول نړیوال جنگي ځواکونه د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او په دې ترتیب سره به په دغه هیواد کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته ورسیږي. تر دې نیټې وروسته به ناټو په افغانستان کې خپل نوی روزنیز ماموریت پیل کړي چې ویل کیږي نزدې۸۰۰ آلماني عسکر به هم پکښې ونډه ولري.

اټکل کیږي چې د ناټو روزنیز ماموریت به هم د ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري ختم شي، ځکه امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې تر دې نیټې پوري به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي او یوازي د خپلو سیاسي نمایندگيو د امنیت ټینگولو له پاره به په سوونو سرتیري وساتي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې ده: «په دغه ملاقات کې دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او آلمان ترمنځ د دوو اړخيزو همکاريو پردوام، له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون، د ناټو د حضور پر دوام، د امنیتي مسئولیتونو د انتقال، د افغانستان د انتخاباتو او د سولي د بهير په اړه خبري وکړې.»

د آلمان په گډون د ناټو غړو هیوادونو ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د هغوی پاتېدل، د کابل او وشنگټن تر منځ د امنیتي تړون په لاسلیکیدو پوري تړلي دي. د دغه تړون له مخې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم نهه پوځي اډې ساتي او د دوی پوځي حضور قانوني بڼه غوره کوي.

ولسمشر کرزي د تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده او ویلي یې دي چې هغه باید د افغانستان راتلونکی ولسمشر له امریکا سره لاسلیک کړي.

د آلمان د دفاع وزيره په کابل کي له خپلو ځواکونو سره د ليدني پرمهال
د آلمان د دفاع وزيره په کابل کي له خپلو ځواکونو سره د ليدني پرمهالانځور: Reuters