1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: سوله قرباني غواړي

حسين سيرت۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د سولي هلي ځلي رواني دي او سولي ته د رسیدو لار مستقیمه نه ده. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د پارلمان غړي له طالبانو سره د پردې تر شا د خبرو اترو په اړه اندېښنه لري.

https://p.dw.com/p/1EseE
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

ولسمشر غني د خپل کار له پیلیدو راهیسي د سولي خبري اتري په خپلو لومړیتوبونو کې شاملي کړي دي. له بلې خوا پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې هڅه به وکړي، څو طالب مشران د خبرو اترو میز ته راولي.

ویل کیدل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لومړۍ غونډه به د مارچ میاشتي په سر کې وشي، خو تر اوسه پوري لا هم د خبرو اترو ځای او نېټه روښانه نه ده. له بلې خوا د ملي یووالي حکومت ټول غړي د سولې په اړه په یوه نظر نه دي. یو شمیر چارواکي ویره لري چې داسي نه شي چې بشري او د ښځو حقونه د سولي د بهیر قرباني شي.

افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون څخه ملي اردو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل: «سوله قرباني او تیریدنه غواړي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې سوله تدبیر او اجماع ته اړتبا لري. سوله به د ملي یووالي او وفاق پایله وي. له دې کبله به خپلې هڅې جاري وساتو، څو دغه هدف ترلاسه شي.»

ولسمشر غني و نه ویل چې له قربانیو څخه د هغه هدف څه دی. له ځينو افغانانو سره داسي اندېښنې موجودي دي چې افغان حکومت به له طالبانو سره د سولي په بدل کې دغي ډلې ته کوم امتیازات په پام کې ونیسي.

د پارلمان اندېښنې

د افغانستان پارلمان هم د سولي په اړه اندېښنه لري. استازو د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا او د سولي عالي شورا یو شمیر غړي استجواب کړل او د سولي د بهیر په اړه ئې ځني معلومات وغوښتل.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل چې پر هڅو سربیره تر اوسه پوري لا د حکومت او طالبانو تر منځ کومي خبري اتري شوې نه دي. خو هغه روښانه کړه چې په دې اړه امیدواري شته، ځکه ډیرو اسلامي هیوادونو د سولي په بهیر کې ورسره د همکاریو ژمني کړي دي.

د سولې د عالي شورا د درالانشا مشر معصوم ستانکزي، بیا وویل چې که خبري اتري په رسمي توگه پیل شي نو خلک به یې هم په جزئیاتو خبر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان یو شمیر غړو بیا اندېښنه څرگنده کړه چې له ولسمشر او د هغه ته له نزدې کړۍ پرته، د بهرنیو چارو د وزیر په گډون آن د دولت لوړپوړي چارواکي د خبرو اترو په جزئیاتو خبر نه دي. یو شمیر استازو وویل چې په پام کې ده د کابینې یو څو چوکۍ طالبانو ته ورکړل شي.

د بدخشان استازي فوزيې کوفي ادعا وکړه چې طالبان په اصل کې د پاکستان استازي دي او که هغوی ته ولایتونه وسپارل شي نو دا به په پاکستان ته د افغانستان د ولایتونو سپارل وي: «داسي تبصرې کیږي چې څو ولایتونه به طالبانو او پاکستان ته ورکړل شي. که تاسو دغه ولایتونه طالبانو او پاکستان ته ورکړي، آیا څو نور هیوادونه به داسي ډلي جوړي نه کړي او د ولایتونو غوښتنه به و نه کړي؟»

د طالبانو ضد ډلي

افغان حکومت تر اوسه پوري په مستیمه توگه له طالبانو سره په اړیکه ټینگولو نه دی توانیدلی. تر دې دمه ټولي خبري اتري له پاکستاني چارواکو سره شوي دي او رامنځ ته شوي هیلي هم پر دې ولاړی دي چې پاکستان خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو ژمنه کړې ده.

د ولسي جرگې غړي عبدالقادر ځاځي، وویل: «په خواشینۍ سره موږ تر اوسه پوري نه پوهیږو چې تاسو څه ډول خبري اتري کوئ. تاسو طالبان څه ډول سره بیلوئ؟ تاسو له چا سره خبري کوئ؟ یو طالب وايي چې له امریکا سره خبري کوي، بل وایي چې له پاکستان سره غږیږي او بل طالب هم وایي چې له حکومت سره سوله کوي.»

په عین حال کې یو شمیر استازي وايي چې خبري اتري باید د پردې تر شا و نه شي. هغوی ټینگار کوي چې هغه امتیازونه چې دولت يې طالبان ته ورکوي باید روښانه شي.