1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هریرود طوفان د غوره لیگ اتله لوبډله شوه

حسین سیرت۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعه

د هریرود طوفان د فوتبال لوبډله د افغانستان د غوره لیګ اتله شوه. دې لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د البرز د سیمرغې له لوبډلې سره وکړه. دا لوبه په زرگونو کسانو په لوبغالي کې او ډیر شمیر نورو د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه لیده.

https://p.dw.com/p/16TW1

د هریرود طوفان لوبډلې لوبغاړي د افغانستان لویدیځو ولایتونو پورې تړاو لري. دا په داسې حال کې ده چې البرز د سیمرغې په لوبډله کې د افغانستان شمال لویدیځ زون  لوبغاړي شامل دي. د افغانستان د نورو زونونو لوبډلې تر دې مخکې له سیالیو څخه وتلې وې.

د لوبې له پیل څخه یوازې څو ثانیې تیرې شوې وې چې د هریرود طوفان لوبډلې خپل لومړی ګول وواهه. دا ګول د دې لوبډلې تکړه لوبغاړي معروف محمدي وواهه.

د لوبې په ۳۵مې دقیقې کې د هریرود طوفان لوبډلې خپل دویم ګول هم وواهه او په دې ترتیب سره د لوبې مخکښه لوبډله شوه. د البرز د سیمرغې لوبډلې هم د لوبې په وروستیو څلورو اضافي دقیقو کې یو ګول وواهه چې دې سره لوبه د دوه د یو په مقابل کې د هریرود طوفان لوبډلې په ګته پای ته ورسیده.

د افغانانو له پاره له شوقه ډله ورځ

دغه لوبه د افغانستان د دوو تلویزیوني شبکو له خوا په ژوندۍ بڼه خپره شوه. لوبه د افغانستان په سیمه ییز وخت ۰۲:۳۰ بجې پیل شوه. په دغه وخت کې ډیری افغانانو هڅه کوله چې خپل ځان یوه تلویزیون ته ورسوي او دا لوبه په ژوندۍ بڼه وویني.

دا یوازې فوټبال نه وو چې لیدونکي یې خوښ کړل افغان تکړه سندرغاړي شهزاد عدیل د لوبې تر پیلیدو مخکې یوه سندره چې د افغانستان د غوره لیک په ویاړ یې جوړه کړې وه وویله او په دې ترتیب سره یې د افغانانو خوښۍ څو برابره کړه.

د کابل په ډیر شمیر رستورانتونو کې هم خلکو دغه لوبه لیدله او له یو بل سره یې د هغې پر سر شرطونه تړل. د افغانستان یو شمیر سیاسي شخصیتونه هم د لوبې میدان ته راغلي ول چې له نزدې د لوبې شاهدان ووسي.

د لوبې په وروستیو دقیقو کې د البرز د سیمرغ لوبډلې ډیره هڅه وکړه چې لوبه مساوي کړي خو په دې کار و نه توانیده. د لوبې په پای کې د دغو سیالیو ټولو ګډونوالو لوبډلو ته جایزې ورکړل شوې خو د سیالیو جام د هریرود طوفان لوبډلې وګټه.

ستیدیوم ته راغلو یو شمیر لیدونکو له ځان سره د افغانستان بیرغونه او یو شمیر شعارونه حملول. په یو شمیر شعارونو کې لیکل شوي ول: «موږ سوله غواړو.»

کابل د لوبې پر مهال ارامه ښکاریده. او د لوبغالي په شاوخوا کې ډیر پولیس په دنده بوخت ول چې د لوبې امنیت ټینگ کړي. د لوبې لیدو ته یو شمیر نجونې او بهرنيان هم راغلي ول.

زړه دردوونکې پېښه

د البرز د سیمرغې لوبډلې یو شمیر مینوالو تر دې مخکې د جمعې په شپه په یوې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغوی غوښتل چې کابل ته راشي او د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي. په دغې ترافیکې پېښه کې نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۸ تنه نور ټپیان شول. ویل کیږي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې یو شمیر لوبغاړي هم شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل