1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نړیوال جام ته رسیدل مو هدف دی»

مسعود جهش (روتیترز)۱۳۹۳ شهریور ۲۶, چهارشنبه

که څه هم په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام له شخړو او جنجالونو سره مل دی، خو د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي له پاره دا یو داسي وخت دی چې کولای شي پکې خپله روښانه راتلونکې وویني.

https://p.dw.com/p/1DDjD
انځور: GoalNepal

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر سید علي رضا اغا زاده، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یو څه نا څه ناشونی خوب دی. خو زموږ خوب دا دی چې افغانستان په اتو کلونو کې د یوه اسیايي هیواد په توگه په نړیوال جام کې گډون وکړي.»

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه چارواکي روښانه کړې ده: «دا کار ښايي زموږ په وسه پوره نه وي او ښايي موږ خپل دې هدف ته و نه رسیږو، خو همدا چې اوس یې موږ په اړه فکر کوو ښيي چې موږ د فوټبال په برخه کې څومره پرمختگ کړی دی.»

د فوټبال افغان چارواکي وايي چې که آن افغانستان په دې و نه توانیږي چې په نړیوال جام کې گډون وکړي، نو یوازې د لارموندني په لوبو کې ونډه اخیستل هم د دغه هیواد له پاره یوه لویه خبره ده.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم تر ړنگیدو وروسته، فوټبال د هغو ورزشي رشتو په ډله کې دی چې ډیره وده یې کړې ده. په افغانستان کې نزدې۳۰ کلونه منظم فوټبال نه وو او د دغه هیواد ملي لوبډلي بیا له ۱۹۸۴ کاله تر ۲۰۰۲ کاله پورې په کومو نړیوالو لوبو کې ونډه وا نه خیسته.

په افغانستان کې د فوټبال وده

خو اوس په افغانستان کې هر څه بدل شوي دي. په وروستیو کلونو کې د ټول هیواد په کچه د غوره لیگ لوبې پيل شوې چې اتو لوبډلو پکې گډون لاره او ۴۵ ورځو له پاره یې دوام وکړ.

په ۲۰۱۱ کال کې کله چې دغه لوبې پیلیدې نو لوبغاړي پکې د خلکو د لنډو پیغامونو له لاره وټاکل شول او په دې ترتیب له لوبډلو سره د خلکو لیوالتیا ډیره شوه.

کله چې افغانستان یوه نړیواله لوبه وگټي نو په کابل کې جشني فضا رامنځ ته شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ځوانانو د کمیټې مشر سید علي کاظمي، هغه وخت په یادوي چې افغانستان د سویلي اسیا فوټبال لوبي وگټلې: «په کابل کې داسې یو حالت وو چې تر هغه مخکې ما په خپل ژوند کې لیدلی نه وو. خلکو جگړه، طالبان او هر څه هیر کړي وو او داسې خوښي یې کوله لکه د نړۍ په هره بله سیمه کې چې د فوټبال مینه واله د خپلي ډلي د بریا له کبله کوي.»

په افغانستان کې فوټبال ډیر پخوانی تاریخ لري. په دغه هیواد کې په ۱۹۲۲ کال کې د فوټبال فدراسیون جوړ شو، او په ۱۹۴۸م کال کې له فیفا سره یوځا شو. په همدې کال کې افغانستان د لندن په المپیک لوبو کې گډون هم وکړ.

اوس مهال افغانستان له فیفا او د اسیا د فوټبال له فدراسیون څخه مرستې ترلاسه کوي. د دې تر څنگ د انگلستان پریمیر لیگ هم له افغانستان سره د روزونکو د روزني په برخه کې مرستې کوي.

افغانستان د څو کلونو له پاره په فیفا کې حضور نه لاره، خو ښايي اوس په خپلو روانو هڅو سره په نژدې راتلونکې کې نور ډیر څه هم تر لاسه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب