1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نزدې ۸۰۰ افغان زده کوونکي له پاکستاني ښووځيو را وگرځول شول

فريدالله ظاهر۱۳۹۴ فروردین ۲۸, جمعه

افغان چارواکو ويلي دي چي په پکتيکا کې هغه ښوونځي فعال شول چې مخکي يې زده کوونکو د جنوبي وزيرستان په ښوونځيو کې زده کړي کولې. دغه څلور ښوونځي په سرحدي ولسوالۍ برمل کې فعاله شوي دي.

https://p.dw.com/p/1F9nE
انځور: picture-alliance/Photoshot

د افغانستان په جنوب ختيځ کې نزدې٨٠٠ افغان زده کوونکي په تيرو څو کلونو کې اړ ول چې د ښوونځيو د نه شتون له امله د پولي ها غاړي ښوونځيو ته ولاړ شي او پاکستانى نصاب زده کړه کړي. دغه زده کوونکي به د وزيرستان د انگور اډې ته د زده کړو له پاره تلل.

د پکتيکا د پوهني د رئيس کوچي ځاځي په خبره دغه څلور ښوونځي چې مخکي د ناامنيو له امله تړل شوي ول اوس د قومي مشرانو په مرسته بيرته پرانيستل شوي دي.

په دغه ولسوالۍ کې اوس هم ماشومان د پاکستاني ښوونځيو په لباس کې ليدل کيږي، خو خوشاله دي چې په خپله سيمه کې په خپله ژبه زده کړي کوي.

تير کال يوې څېړنيزي ادارې داسي يو راپور خپور کړ چې گويا د پکتيکا ولايت د يو شمېر سرحدي ولسواليو په ښوونځيو کې پاکستانى نصاب تدريسيږي، خو هغه مهال افغان چارواکو دغه راپور نه مانه.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا په يو شمېر نورو سرحدي ولسواليو کې هم يو شمېر ښوونځي تړل شوي ويل کيږي چې افغان زده کوونکي د زده کړو له پاره د پولي ها غاړې پاکستاني ښوونځيو ته ځي.