1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سیمه کې جدي گواښونه د ظهور په حال کې دي»

حسین سیرت۱۳۹۳ بهمن ۲, پنجشنبه

د افغانستان ملي امنیت ریاست ته نوماند وایي چې ۳۴ سیاسي گوندونه او او مذهبي جریانونه په افغانستان او سیمه کې د گاونډیو هیوادونو د استخباراتو په خدمت کې دي او په وینا یې د افغانستان د ملي گټو پر ضد فعالیت کوي.

https://p.dw.com/p/1EOyA
انځور: picture-alliance/dpa

د ملي امینت ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل ویلي دي چې افغانستان او سیمې ته نوي جدي گواښونه موجود دي او په وینا یې دغه گواښونو به یوازې تر یوه هیواده پاتې نه شي. د نبیل په وینا د افغانستان د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ شوی دی او تروریزم نه شي کولای چې په دې هیواد کې ځالې جوړې کړي.

رحمت الله نبیل د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۲مه) د ولسي جرگې عمومې غونډې ته د خپلو پروگرامونو د وړاندې کولو پر مهال وویل: «همدا اوسمهال شا او خوا ۳۴ سیاسي او مذهبي گوندونه په گاونډیو هیوادونو کې په مستقیمه توگه د استخباراتو تر رهبرۍ لاندې په غیر متستقیمه توگه په افغانستان کې تش په نوم جهاد له پاره ځوانان تشویقوي.»

د داعش یا «اسلامي دولت» د حضور ردیدل

په داسې حال کې چې په ځیني رپوټونو کې په افغانستان کې د تندلارې اسلامپالې ډلې «اسلامي دولت» چې پخوانی نوم یې داعش دی، حضور ځینې انديښنې راپارولې دي. خو د افغانستان دغه امنیتي چارواکي ویلي دي چې د ابو یوسف، په نوم یو کس چې د آسترالیا وگړی وو او غوښتل یې په دې هیواد کې داعش رامنځ ته کړي، په سوریه کې وژل شوی دی. نبیل وویل چې یو څو تنه په کندز ولایت کې نیول شوي چې گمان کیږي هغوی د ابو یوسف، له نامه څخه په استفادې سره داعش جذب ته شوي ول.

د نبیل د څرگندونو له مخې په هلمند ولایت کې یو شمیر ناراضي قوماندانانو د داعش د توجه د راجلبولو او مرستو د لاس ته راوړولو له پاره په دغه ځای کې فعالیت پېل کړی دی. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «د داعش په ارتباط، موږ د سیمي د هیوادونو په پرتله پر داعش باندې برلاسي یو. دا لافې نه وهم او احساساتي هم نه یم.» خو نبیل په خپلو څرگندونو کې وویل چې داسې هڅې کیږي چې د داعش ډله وکولای شي په افغانستان کې د خپلو پیرویانو شمیر ډیر کړي.

گاونډیانو ته پیغام

افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې هیله مند دي چې د پاکستان په همکارۍ په سیمه کې پر تروریستي فعالیتونو برلاسي شمي. څه د پاسه یوه میاشت دمخه په پیښور کې پر یوه نظامي ښوونځي باندې د برید پیښې، د پاکستان امنیتي او سیاسي بنسټونو ته ټکان ورکړ. پاکستان ویلي دي چې د د دغه هیواد په قبایلي سیمه کې د پیل شوو پوځي عملیاتو سره ټولې ترهگرې ډلې تر برید لاندې نیسي.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت ته کاندید، ولسي جرگې ته د خپلو پروگرامونو د وړاندې کولو پر مهال وویل هڅه کوي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ له لارې په افغانستان کې د تهدیدونو سطحه راټیټه کړي.

دفاع وزارت ته نوماند شیر محمد کریمي وویل چې د پاکستان له پوځ سره به خپلو اړیکو ته پراخوالی ورکړي او هڅه به وکړي د تروریزم پر وړاندې د گډې مبارزې سره په افغانستان کې نا امنۍ راټيټي کړي.

ښاغلي نبیل هم په خپلو خبرو کې گاونډیو هیوادونو ته په اشارې سره وویل چې له لاس ته راغلو فرصتونو څخه په سیمه کې د سولې له پاره گټه واخلي: «په سیمه کې د افغانستان د خلکو دښمنانو ته زما پیغام دا دی چې افغانستان، د ۲۰۰۱ او تر هغې مخکني وختونو افغانستان نه دی. په هغه صورت کې چې د افغانستان د بې ثباتۍ په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي، هغه اوور چې موږ ته یې بل کړی دی، خپله لمن به یې هم وسوځوي.»

د نبیل په وینا د ترهگرۍ ضد د فعالیتونو د پیاوړي کولو له پاره ځانگړي پروگرامونه لري او که چیرې له پارلمان څخه د اعتماد رایې واخلي، نو په وینا یې کوښښ کوي چې پلان شوي بریدونه د عملي کیدو تر مخه شنډ کړي.