1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نايجيريا د يرغمل سوو نجونو آزادۍ ته اميدواري لري

دويچه يله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۶, شنبه

نايجيريا په ډيري خوشحالۍ او ډار د هغه خبر په اورېدو سره غبرگون ښيي چي د دغه هيواد د حکومت او افراطي ډلي بوکو حرام تر منځ اوربند سوی دئ. داچي اوس به هغه ۲۰۰ تنې يرغمل سوي نجوني آزاد سي اوس هم شک سته.

https://p.dw.com/p/1DY27
انځور: AFP/Getty Images/P. Utomi Ekpei

شپږ مياشتي دمخه د نايجيريا په شمال ختيځ کوچني ښار «چيبوک» کي افراطي ډلي بوکو حرام پر يوه ښوونځی باندي يرغل وکړ او ۲۰۰ تنې زده کوونکي ئې وتښتولې. اوس داسي اميدونه پيدا سوي دي چي دغه نجوني به آزادي سي.

د نايجيريا يوه حکومتي وياند مايک اوميري، د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۷مه) له دويچه ويله سره په خبره کي تائيد کړه چي په گاونډي هيواد چاد کي د حکومت او ياغيانو ترمنځ پر يوه اوربند باندي موافقه سوې ده.

هغه وويل: «د نايجيريا جمهور رئيس گودلاک جاناتا او د چاد جمهور رئيس ادريس دبې، د بوکو حرام ډلي له يوه وياند دانلادي احمدو، سره خبري اتري کړي دي.»

اوميري، زياته کړه: «بوکو حرام ژمنه وکړه چي نور به قتلونه نه کوي او حکومت به هم دغه شان کار کوي.»

اوميري، وويل چي دا د نايجريا په بورنو، يوبي او اداماوا ايالتونو کي د سولي راوستلو له پاره «يو ستر مهم گام دئ.» هغه امیدواري وښووله چي «د چيبوک ښار نجوني به بيرته خپلو کورونو، ميندو او د خپلو کورنيو غړو او ملگرو ته راستنې سي.»

د کورنۍ په غړو کي اوس سا وچوڼېدله

د تښتول سوو نجونو د کورنيو غړي د دغه خبر په اورېدو سره لږ راحت سوي دي. مالام علی، چي دوې لوڼي ئې تښتول سوي دي له دويچه ويله سره په يوه تليفوني تماس کي وويل: «که دغه اوربند تائيد سي نو داسي ښکاري چي موږ د نايجيريا په شمال کي تقريباً د زورزياتي پای وينو.»

له شپږو مياشتو راهيسي دغه نجوني د ياغيانو په بند کي دي
له شپږو مياشتو راهيسي دغه نجوني د ياغيانو په بند کي ديانځور: picture alliance/abaca

د مالام علی له پاره چي په دغه ترڅ کي ئې له چيبوک ښار څخه گډه کړې ده ډېر سخت حالت وو. هغه وايي: «ما د دې له پاره چي زما لوڼي ښوونځي ته ولاړي سي خپله مځکه خرڅه کړه.»

هغه اوس هم په دې ډاډه نه دئ چي زور زياتی دي له يوه مخه ختم سي او وايي اوربند يو حرکت دئ چي هر يو ئې په خپله سيمه کي هرکلی کوي.

د هوايي خبرو بيره

دا په داسي حال کي ده چي ډېر خلک بيا اندېښنه لري. په جنوبي افريقا کي د رويترز خبري آژانس د دفتر مرستيال د تويتر له لاري ويلي دي چي د اوربند هدف د بنديانو تبادله او د چيبوک ښار د نجونو آزادول دي نه د ياغيانو بې وسلې کول.

ډيری نايجيريان په غوسه دي چي د دولت له خوا دغه اقدام په داسي وخت کي کيږي چي د دغه هيواد د ولسمشرۍ له پاره انتخاباتي مبارزې پيليږي. داسي ښکاري چي جمهور رئيس جاناتان به بيا هم ځان کانديد کړي.

د نايجيريا په شمال کي چي د بوکو حرام له زور زياتي سره مخامخ ده جاناتان ډېر مخالفان لري. د دوی يو شمېر وايي چي دا ټولي هوايي خبري دي. د تارابا ايالت يوه اوسېدونکي عثمان ادامو، د دويچه ويله د فيسبوک پاڼي د تبصيرو په برخه کي ليکلي دي :«زه هيله لرم چي دغه په قهر حکومت به موږ ته رشتيا ووايي نه داچي موږ تېرباسي.»