1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نامعلومه راتلونکي تجارت اغیزمن کړی»

حسین سیرت، خلیل الرحمن امید/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۳۱, یکشنبه

افغان سوداگر او پانگوال وایي چې د نفتي توکو د بیو لوړیدل، د سوداگرو تښتونه او د امنیت نشتوالی د دې سبب شوې چې په افغانستان کې سوداگري او پانگونه راکمه شي.

https://p.dw.com/p/1BlNU
انځور: Getty Images

که څه هم په افغانستان کې په بریالۍ توگه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو ټاکنو په تر سره کیدو سره واړه کاروباونه ښه شوي دي، خو بیا هم سوداگر وایي چې د سیاسي سرنوشت په اړه ابهام، پانگونې او تجارت ته صدمه رسولې ده.

د متشبثینو د مشورتي بورد، مرستیال محمد محسن ساحل پرواني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه کنفرانس کې چې د سوداگرۍ د وزارت له لوري جوړ شوی وو وویل: «دا چې په یوه حساس وخت کې قرار لرو، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه هیله مند یو چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي، ځکه چې خلک او خصوصي سکتور ټول د ټاکنو پایلو ته انتظار باسي.»

په پام کې چې د ټاکنو پایلې د ثور د میاشتې پر ۲۴مه نیټه اعلان شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا هم ویلي دي چې د ټاکنو پایلې به پر خپل ټاکلي مهال ویش اعلان کړي. که چیرې په لومړي دور کې کوم کاندید بریالی نه شي، ټاکنې به دویم پړاو ته وغځیږي.

گټونکو نوماند دې پر خپله ژمنه عمل وکړي

افغان سوداگرو له هغه نوماند څخه چې د ټاکنو گټونکی کیږي، غوښتي دي چې پر خپلو هغو ژمنو چې له خلکو او سوداگرو سره یې کړي دي، وفا وکړي. دغه سوداگر وایي په هغه صورت کې چې راتلونکی حکومت له سوداگرو سره همکاره وي، سوداگري او پانگونه به نوره هم وده وکړي.

د افغان سوداگرو اصلي غوښتنه د امنیت ټینگول او د اداري فساد راکمول دي. کاندیدانو هم په خپلو پروگرامونو کې په پر له پسې توگه له خصوصي څانگې سره د همکارۍ پر سر ټینگار کړی دی.

په دغه کنفرانس کې د متشبثینو د مشورتي بورد مشر حاجي آغا رحیم الدین، وویل: «د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندیدانو، چې د خپلو کمپیاینونو په ترڅ کې یې د افغانستان له خلکو سره ښې ژمنې کړې وې، په عمل کې یې باید پلي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت له لوري د ورکړل شوي رپوټ له مخې، په تیر کال کې په افغانستان کې سوداگري او پانگونه کمه شوې ده او پانگوال د افغانستان سیاسي وضع ته انتظار باسي.

که څه هم څو ورځې وړاندې د آسیا پرمختیايي بانک د اقتصادي ودې ټیټوالی د سیاسی تشویشونو رامنځته کیدل وبلل خو د افغانستان د متشبیثینو د ملي مشورتي بورد مشر رحم الدین حاجي اغا بیا دا ټیټوالی دنفتي توکو د بیو لوړیدل، د سوداګرو تښتونه، د امنیت نشتوالی او د سوداګرو له پاره د لازمو اسانتیاوو نشتون په ګوته کړ.

حاجې آغا په خپلو خبرو کې وړاندې وویل که د اداري فساد، د سوداګرو د امنیت او نورو لازمو اسانتیاوو غم ونه خوړل شي دغه کچه به نوره هم ټیټه شي اود نړیوالو سوداګرو تر څنګ به ملی سوداګر هم له افغانستانه ووزي.

د ځمکې او برېښنا کموالی

افغان سوداگر او پانگوال وایي چې په تیرو لسو کلونو کې افغان حکومت پر دې نه دی توانیدلی دی چې مناسبه ځمکه او برېښنا د دوی په اختیار کې ورکړي او د هیواد په دننه کې د پانگونې زمینه برابره کړي.

د متشبثینو د بورد یوه بل تن غړي عبدالرحمان فیضان، په نوموړي کنفرانس کې وویل: «حکومت پر دې نه دی توانیدلی چې حد اقل په افغانستان کې لس صنعتي پارکونه جوړ کړي. کوم شمیرصنعتي پارکونه چې جوړ کړای شوي دي پر هغې باندې دومره لوړ قیمتونه ایښول شوي دي چې پانگوال نه شي کولای هغه واخلي. دویم دلیل د ثابتې برېښنا نه شتون دی، چې د برېښنا د گرانې بیې له کبله یو شمیر کارخانو سقوط وکړ.»

که څه هم افغان حکومت پر دې توانیدلی دی چې له ازبکستان او تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا په رانیولو سره د پلازمینې کابل په شمول یو شمیر ښارونه روښانه کړي، خو سوداگر وایي چې داسې ارزان بیه برېښنا چې د کارخانو ضرورتونو ته ځواب ووایي، به افغانستان کې وجود نه لري.