1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په يمن کي د بشري ناورين څخه اندېښنه لري

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

د ملګروملتو په عقیده په یمن کي د تیلو د سخت کمبود له کبله دغه هیواد د سخت خراب بشري حالت سره مخامخ کیدلای سي. د ياد سازمان په خبره دا «فوق العاده د تشویش وړ» خبره ده.

https://p.dw.com/p/1FJMC
انځور: Mohammed Huwais/AFP/Getty Images
په یمن کي د ملګروملتو د بشري مسایلو سازمان ورکونکي یوهانیس وان دیر کلاو فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چي څنگه چي دغه هیواد ته نور تیل نسي ورداخلیدلای، نو د طبي پالني، خوراکي موادو او اوبو سخت کمبود یې رامنځته کړی دی. د نوموړي په وينا که په راتلونکو ورځو کي ډیر ژر یو اقدام تر سره نسي، نو دغه هیواد به د سخت بشري حالت سره مخامخ سي.
بیله تیلو څخه امبولانسونه حرکت نسي کولای. د اوبو را ایستل هم په تیلو پوري مربوط دي، ځکه چي هغه په بمبو او واټرپمپو باندي را ایستل کیږي. په ډیرو سړکانو کي کثافات همداسي پراته دي، لکه د صنعأ په ځینو سړکانو کي. ځکه چي د ښاروالۍ موټران تیل نلري. د انټرنیټي او مخابراتې شبکو د قطع کیدو خطر هم موجود دی. د ملګروملتو نماینده ویلي دي، چي په مجموع کي په دغه هيواد کي وضعیت «فوق العاده د تشویش وړ دی.»
جګړه ادامه لري
د یمن پر ضد بحري محاصرې نور هم وضعیت خراب کړی دی او د مرستندویه مالونو رسول یې سخت کړي دي. په دې منځ کي په یمن کي د جمهوررييس عبد ربه منصور هادي قواوو او شعیه حوثي ملیشې او د هغه د متحدو پوځونو تر منځ د اونیو راهیسي جنگونه روان دي. حوثي ملیشې د یمن ډیره برخه نیولې ده، د هغې جملې څخه پایتخت صنعأ هم.
د روان مېلادي کال ۲۰۱۵ مارچ د اخري څخه د سعودي عربستان په رهبرۍ یو نظامي اتحاد کوښښ کوي چي د هوايي بمباریو پواسطه د حوثي یاغیانو د پرمختگ مخنیوی وکړي. خو د حوثي یاغیانو پیغام دا دی چي د سعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اتحاد بمبارۍ به دوی تسلیم نکړي. یاغیان حتی د خپله طرفه د هغوی په مقابل کي د یوه نظامي اتحاد د رامنځته کیدو اخطار ورکوي.
د حوثي ملیشې څخه یو تن وايي: «دا دسعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اتحاد ته د جنگ اعلان دی. موږ ټوله یمنيان به پر ټولو بمباریو سربیره خپلي مبارې ته دوام ورکړو او د هغوی په مقابل کي به وجنگیږو. د ۱۰۰۰ انسانانو وژل به بې جوابه پاته نسي او موږ به په ټولو وسایلو سره وجنگیږو، بې تفاوته ده چي هغه به نارینه، ښځي او که کوچنیان وي.»
د صنعا د پر هوايي ميدان بمباري
خو د سعودي عربستان رهبري په یمن کي د حوثي یاغیانو په موجودیت کي د شیعه ایران قدرت طلبي ویني او د یمن د سني جنگیالیو څخه ملاتړ کوي. همدا د اونۍ په سر کي سعودي عربستان اعلان وکړ، چي متحدینو یې د صنعأ د هوايي میدان رینوې وربمباري کړې ده، تر څو د ایراني ترانسپورټي طیارو د راکښته کیدو مخنیوی وکړي. خو ایران هوايي حملو ته د یمن په داخلي مسایلو کي د لاسوهني په سترگه گوري او غندي یې.
د مارچ د نیمايی څخه په يمن کي د جنگونو د شروع کیدو راهیسي لږ تر لږه ۱۲۰۰ انسانان وژل سوي او په زرهاوو نور زخمیان سوي دي. ملگري ملتونه اټکل کوي، چي لږ تر لږه به ۳۰۰۰۰ انسانان تښتیدلي وي. حوثي ملیشې د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د می دويمه) پر ملګروملتو باندي ږغ کړی دی، چي د سعودي عربستان دهوايي حملو د بندیدو کوښښ وکړي.
په همدې حال کي د مصر جمهوررييس السیسي د شنبه په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړ. دغه خبره د مصر د جمهوري رياست دفتر ورکړی دی. د السیسي د کړيو څخه ویل سوي دي، چي د پاچا سلمان سره د خبرو په اصلي اجنډا کي دیمن، سوریې او لیبیا وضعیت شامل دی. مصر هم د سعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اتحاد کي شامل دی.