1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: په يمن کي به اوربند رامنځ ته سي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۳۰, یکشنبه

و يمن ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی جمال بېنومار وايي چي د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۱مه) به د دُښمنو مليشو تر منځ اوربند لاسليک سي.

https://p.dw.com/p/1DGO1
انځور: Reuters/Naiyf Rahma

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي جمال بېنومار لخوا د اوربند د رامنځ ته کېدو د اعلان څخه څو ساعته تر مخه لا وسله والې نښتي روانې وي.

بېنومار په خپل دغه اعلان کي ځان ډاډه څرګند کړ چي د هغه په وينا دغه اوربند به په يمن کي د « سوليز تحول» او «ملي مشارکت» په مرسته و «ټيکاو» ته د رسېدو لپاره لاره هواره کړي.

په داسي حال کي چي په تيرو وختونو کي د حکومت پلوؤ قواؤ او شعيه مذهبه هوتي مليشو تر منځ وسله واله نښتي رامنځ ته کېدې، بېنومار هيله څرګنده کړه چي نوی اوربند به په وضعه کي آرامي رامنځ ته کړي. د ملګرو ملتونو دغه استازي وويل چي د يکشنبې په ورځ (د سپتامبر ۲۱مه) به د دواړو اړخونو لخوا د اوربند تړون لاسليک کړل سي.

جمال بېنومار وويل چي دغه اوربند د هغو اوږدو جر و بحثونو نتيجه ده، چي د يمن د ټولو سياسي اړخونو سره تر سره سول. هغه وويل چي په دغو خبرو اترو کي شعيه مذهبه مليشه هوتي او انصارالله هم ونډه درلوده.

په جګړو کي توندوالی

په عيني وخت کي د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي ويلي دي چي د جمال بېنومار لخوا د وړاندي سوي اوربند ملاتړ کوي.

د يمن په اوسني بحران کي د شعيه مذهبه مليشو د مشر عبدالمالک الهوتي جنګيالي د سُني مذهبو مليشو سره جګړه کوي. دا په داسي حال کي چي پر حکومتي ځواکونو تور لګول کيږي چي د سُني مذهبه مليشو سره مرستي کوي.

شعيه مذهبه مليشې د څو کلنو راهيسي د يمن د حکومت پر ضد جنګيږي خو په تيرو نژدې وختونو کي په دغه تاوتريخوالي کي لا زيات توندوالی راغلی ؤ. د دغه تاوتريخوالي له کبله په پلازمېنه صنعا کي په تيرو ورځو کي يو شمېر ملکيان هم ووژل سول.

Jemen Kämpfe Unterstützer Schiiten 20.09.2014
انځور: picture-alliance/dpa/Yahya Arhab

له تعصب څخه شکايت

د شنبې په ماخستن د يمن د راډيو تلويزيون هغه ودانۍ چي په پلازمېنه کي ولاړه ده، د مليشو لخوا ورباندي ډزي وسوې. د دولتي راديو تلويزيون دغه ودانۍ د شپې په جريان کي د يو څو وخت لپاره د مليشو لاس ته هم ولوېده. د دې تر څنګ په همدغه شپه پر يو روغتون هم راکټونه لګېدلي دي.

د دې څخه تر مخه د پنجشنبې په ورځ هم د مليشو او حکومتي ځواکونو تر منځ اوربند رامنځ ته سوی ؤ، چي يوازي د پلازمېني په شمال ختيځ کي پرتې د الجوف سيمي لپاره نافذالعمل ؤ.

په يمن کي د ۲۰۱۲م کال د فرورۍ مياشتي راهيسي ناقرارۍ ادامه لري، چي د دغه هيواد اوږدمهاله ولسمشر علي عبدالله صالح له واکه و غورځول سو. حتی د صالح د واکمنۍ په وختونو کي لا هم شعيه مذهبو په خپل وړاندي د تعصبي چلن څخه شکايت کاوه.