1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: تر ټاکلي نېټې د رايو تفتيش پای ته رسول ناممکن دي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخي په دغه ملاقات کې یان کوبیش افغان ولسمشر ته ویلي دي چې د سپتمبر تر ۲ نیټې د رایو د تفتیش پای «ناممکن» دي.

https://p.dw.com/p/1D3Bw
Jan Kubis
انځور: DW/Hosain Sirat

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي یان کوبیش سره د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۲۸مه) د ارگ په ماڼۍ کې ولیدل.

د خبر پاڼې له مخې یان کوبېش ولسمشر ته د دوهم پړاو ټاکنو د رایو د تفتیش په هکله معلومات ورکړل. خبر پاڼه زیاتوي: «ښاغلي کوبېش وویل چې د رایو د تفتیش بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی خو د روان کال د وږي میاشتي تر یوولسمي نېټې پوري (سپتمبر دوهمه) د دغه بهیر پای ته رسیدل ممکن نه دي.»

د خبر پاڼې له مخې یان کوبېش هیله څرگنده کړې ده چې د رایو د ارزولو بهیر به د وږي میاشتي تر نوولسمي نېټې چې د سپتمبر له لسمې سره برابره ده، پای ته ورسیږي.

تر دې دمخه ملگرو ملتونو له افغان ولسمشر څخه غوښتي ول چې د ټولو رایو د تفتیش او بیا شمیرلو له پاره دي د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د یوې میاشتي له پاره وځنډول شي.

څو ورځه دمخه افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې د سپتمبر پر دوهمه نېټه به نوی افغان ولسمشر لوړي کوي او دغه نېټه نوره نه شي تمدیدای.