1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه د ایبولا پر ضد خپل فعالیتونه پراخوي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱, شنبه

ملگرو ملتونو اعلان کړی دی چې د ایبولا ضد ماموریت تر افریقایې هیواد مالي پورې پراخوي. د ایبولا وژونکې ناروغۍ په اتو هیوادونو کې خپره شوې ده چې تر ۱۵زرو ډیر انسانان یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1DrVb
انځور: European Union/Kenzo Tribouillard

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون، د جمعې په ورځ د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ایبولا په چټکتیا سره مخ پر ډیریدو ده او له همدې امله ملگرو ملتونو د دغې ناروغۍ له خپریدو څخه د مخنیوې له پاره خپل ماموریت ته تر افریقایې هیواد مالي پورې د غزولو پریکړه کړې ده.

مخکې تر دې د «WHO» یا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې د ایبولا ویروس په اتو هیوادونو کې خپور شوی دی چې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۱۵۰۰۰ تنو هم اوختی دی.

د ایبولا ناروغي چې د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې په لویدیځ افریقا کې را څرگنده شوه، تر اوسه پورې په مجموع کې د نږدې ۵۵۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی. د دغې ناروغۍ اکثره قربانیان د لایبیریا، گانا او سیرالیون له هیوادونو څخه دي خو اوس په مالي کې هم ډیر شمیر خلک پر دغه ویروس اخته شوې دي.

«یوه لویه بریا»

دا ویروس نایجیریا ته هم رسیدلې وو خو تیره میاشت دغه هیواد د ایبولا له ویروس څخه پاک وگڼل شو. د ابوجه چارواکو ویلي وو چې د دغې ناروغۍ د پراخیدو مخه یې ونیوله چې دا «یوه لویه بریا» ده. خو سره له دې ټولو هڅو د دغې ناروغۍ په هکله اندیښنې نه دي کم شوې بلکه برعکس په نړیواله کچه د دې ناروغۍ په هکله اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي.

د دغه ویروس له امله د رامنځته کیدونکو تلفاتو په نظر کې نیولو سره امریکا متحده ایالاتو د ایبولا ناروغۍ نړیوال امنیت ته یو خطر بللی دی او د دغه ویروس د خپریدو د مخنوې له پاره یې خپل مرستندویه ماموریت پراخ کړی دی.

د نړیوال روغتیایې سازمان په یوه رپوټ کې د ایبولا پر ضد د مبارزې په برخه کې پر تگلارې نیوکې شوې او په دې برخه کې رامنځته کیدونکي غلطۍ او تیرونتې په گوته شوې دي. په دې رپوټ کې ویل شوې، کله چې په لایبیریا، سیرالیون او گانا کې دغه ویروس وپيژندل شو په هغه وخت کې کیدای شو چې دا ویروس کنترول شوی وای، خو«WHO» یا نړیوال روغتیایې سازمان له دې موقع څخه د استفادې کولو په برخه کې پاتی راغله.

دغه ویروس له افریقا څخه د باندی هم ویره خپره کړی ده. په امریکا او اروپایې هیوادونو کې هم په دې هکله اندیښنې موجود دي. تیره میاشت په هسپانیه کې یوه نرسه چې د ایبولا پر ویروس اخته شوې وه تر درملنې وروسته روغه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب