1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پکتیکا د برید تر شا د حقاني شبکه ده»

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ آذر ۳, دوشنبه

د ملي امنیت ادارې د پکتیکا ولایت د برید پړه چې لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل پر حقاني شبکې باندې اچولې ده. له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان دښمنان غواړې د راتلونکې په اړه خلک ناهیلې کړي.

https://p.dw.com/p/1DsCQ
انځور: picture-alliance/dpa/Ahmadullah Ahmadi

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پکتیکا د برید پړه پر حقاني شبکې وراچولې ده. په اعلامیه کې راغلي دي: «د دې برید طراحان قاري عمري او ملا رحیم الله چې په ملا کبیر شهرت لري، دي. هغه کس چې دغه برید یې ترسره کړی دی اسماعیل نومیده. ملا کبیر د کریم خان زوی دی چې د همدې کلې غیبي خیل، چې برید په کې ترسره شو، اصلي اوسیدونکی دی.»

د پکتیکا ولایت په یحیی خیل ولسوالۍ کې تر برید وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پیښې ۵۴ ټپیان کابل ته ولیږدول چې له ډلې څخه یې د ۱۲ تنو روغتیایي وضعیت ښه نه دی. افغان امنیتي ځواکونو ویلي دي چې سخت ټپیان ترکیې او هندوستان ته درملنې په موخه لیږدول شوي دي.

افغان چارواکو ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې د افغان حکومت چارواکي شامل نه دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په خواشینۍ سره د ملي یووالي حکومت له رامنځ ته کیدو سره چې کیدای شي د مخالفینو له پاره یو لوی گواښ وي، هغوی د خپلو تکتیکونو له بدلولو سره هڅه کوي چې افغانان د راتلونکې په هکله ناهیلې کړي. هغوی غواړي له دې لارې په ټاکنو کې خپله ناکامي جبران کړي.»

د یکشنبې په ماښام یوه ځانمرگي برید کوونکي په پکتیکا ولایت کې د والیبال لوبې پر مهال چاودنه وکړه. د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ اعلامیې له مخې په دغه برید کې تر ۵۰ ډیر کسان وژل شوي او ۶۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د پیښې ۲۰ تنه قربانیان د ښوونځي زده کوونکي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پیښې ټپیان یې د ۲۹ څرخي الوتکو په مرسته کابل ته لیږدولي دي چې ډیر شمیر یې د سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ځانمرگو برید کوونکو کارخانې

افغان امنیتي چارواکي وایي چې هره ورځ یو شمیر کسان نیسي چې افغانستان ته د ځانمرگو بریدونو د ترسره کولو او د سړک د غاړې بمونو ایښودو په موخه راځي. دغه چارواکي ټینگار کوي چې له ترهگرۍ سره مبارزه اسانه نه ده او باید د ځانمرگو بریدکوونکو کارخاني له منځه ولاړې شي.

صدیقي په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره دا یوه ډیره پیچلې استخباراتي جگړه ده. موږ له ترهگرۍ سره مخامخ یو او اوس هم په سیمه کې د ځانمرگو کارخانې شته [...] خلک دې نه ناهیلې کیږي. نوی حکومت هڅه کوي چې امنیت تأمین کړي.»
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د پکتیکا د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

«غچ اخلو»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د دوشنبې په سهار د پکتیکا د پیښې د ټپیانو د لیدو له پاره روغتون ته ولاړل. ولسمشر غني دا برید بې رحمانه او وحشیانه بللی دی. هغه ویلي دي: «د بی ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بې رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیدای نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.»

ولسمشر غني د چارواکو ته دنده سپارلې ده چې څیړنې پیل کړي او د پیښې مسوولین پیدا کړي. له بلې خوا عبدالرشید دوستم له ټپیانو سره د لیدنې پر مهال له هغوی سره ژمنه کړې ده چې افغان حکومت به د افغانستان د خلکو غچ واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب