1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر د ترهگرو او پوځ ترمنځ بند پاته دی

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۷, چهارشنبه

د مصر د سینا نیمه ټاپو د افراطيت په پټنځای د اوښتو له خطر سره مخامخ دی. د مصر پوځ د اوسنۍ ستراتیژي د پاتېدو په صورت کې دا گواښ موجود دی چې ښایي دغه ځای د ترهگر په ځاله بدل شي.

https://p.dw.com/p/1Ddpd
انځور: picture-alliance/dpa

له چاودیدونکو موادو ډک موټر چلوونکی دغو موادو ته تر انفجار ورکولو د مخه مصري عسکرو ته ډیر نزدې شوی وو. عسکرو هیڅ چانس نه لاره. د موټر بم چاودنه رامنځ ته شوه او ۲۸ عسکرو خپل ژوند پکښې له لاسه ورکړ. تر دې لږ وروسته ترهگرو پر یوې پوستې باندې فیرونه وکړل او په دغه پیښه کې درې عسکر ووژل شول.

د مصر رهبرۍ د سینا نیمه ټاپو په شمال کې رامنځ ته شویو پيښو ته سخت غبرگون وښود. د حکومت له خوا په یوه خپره شوې بیانیې کې راغلي ول: «شورا د شهیدانو کورنیو او د مصر پیاوړي ولس ته ډاډ ورکوي چې دوی به د گران بیه توی شوي ویني غچ واخلي.»

پر دې سربیره د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په سینا نیمه ټاپو کې د بیړني حالت اعلان وکړ. پر دې سربیره د تیري دوشنبې په ورځ مصر د پوځي محکمو قدرت لا پسي زیات کړ. دغه اقدام اوس د هغه چا پر وړاندي هم صدق کوي چې پر ترانسپورت او اکمالاتي لارو په بریدونو کې گرم وي.

د څو لسیزو بې پروایي

د دغو اقدامات پیغام څرگند دی. او هغه دا چې مصر به په سینا نیمه ټاپو کې د تاوتریخوالو ډکو اعمالو پر وړاندي لا سخت چلن وکړي. په دغه سیمه کې ترهگریز فعالیتونه د هیواد له پاره له ډېرو کلونو راهیسې په یوه گواښ اوښتي دي. یوازي د مصر د پخواني واکمن محمد مرسي له واک څخه تر راپرځول کیدو وروسته تر اوسه په سینا نیمه ټاپو کې تر ۴۰۰ زیات پولیس او پوځیان د ترهگرو له خوا وژل شوي دي.

ترهگرو په سیمه کې له متزلزله خراب امنیتي وضعیت او همداشان له اقتصادي وروسته والي څخه گټه واخیسته. دغه دواړه ستونزي ۱۹۷۹م کال ته ورگرځي. هغه مهال مصر او اسرائيل د سولي یو تړون لاسلیک کړ. په دغه تړون کې اسرائیل ځان ته دا حق تضمین کړ چې دغه نېمه ټاپو له پوځي لحاظه څارلی شي. د مصر پوځ په دغه ځای کې ډیر لږ استازیتوب لاره او له همدې کبله یې په دغه سیمه کې ډیره پانگونه ونه کړه.

د سیاسي چارو کارپوه خالد عریوب له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «له دې کبله په تیرو درو لسیزو کې په سینا نیمه ټاپو کې د مصر حکومت پر وړاندي یو شان د تاوتریخوالي ډکه نا امیدي او غوسه رامنځ ته شوه. د دغي سیمې خلک یوازي پریښول شول.»

په دې ترتیب په دغه سیمه کې د نوي زریزي په پېل کې افراطي اسلامپالني ته زمینه برابره شوه او په پایله کې یې ترهگري ډلي رامنځ ته شوې. کله چې په ۲۰۰۴م کال د سینا نیمه ټاپو په سویل کې د سیلانیانو پر هوټلونو مرگوني بریدونه تر سره شول نو د سینا اوسیدونکي پکښې هم ښکیل ول. خو د محمد مرسي تر راپرځول کیدو وروسته د تاوتریخوالي لمن ورځ تر بلې مخ پر پراخیدو ده.

«مصري عراق»

د تاوتریخوالي ډکو کړنو پر وړاندي د مصر مشرتابه له سخت چلن څخه کار اخیستی دی. د «المونیټر» په نوم انټرنیټ پاڼي د عیني شاهدانو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دولت دغسي پیښو ته د غبرگون په ترڅ کې په پراخه کچه چاپې وهي او په سینا کې اوسیدونکي کوچیان بې له کومې محاکمې بندیانوي.

نیول شوي کسان چې پر ترهگریزو اعمالو گرم وگڼل شي زیاتره وخت یې کورونه یې هم الوزول کیږي او د هغوی له کورنۍ سره تړاو لرونکي کسان نیول کیږي هم. د سینا له شمال څخه یوه بدوي یا کوچي نوموړې انټرنیټ پاڼې ته ویلي دي «سینا د مصر په عراق بدلیدای شي.» نوموړي زیاته کړې ده چې ښایي دغه نیمه ټاپو د ترهگرو سازمانو په ځاله واوړي.

د سینا په نیمه ټاپو کې تر ټولو زیات د «انصار البیت المقدس» په نوم ډله لوی نقش لوبوي. دغه ډله په دې توانیدلې وه چې په تیرو وختونو کې ډیر جنگیالي خپلو لیکو ته جذب کړي. د ۲۰۱۳م کال د دوبي په موسم کې د مصر پوځ له خوا د ترهگرۍ پر وړاندي د سختو اقداماتو له کبله دغه ډله دې ته اړه شوې وه چې د سینا نیمه ټاپو لیري برخو ته ولاړه شي.

د روان میلادي کال په اگست میاشت کې نوموړي ډلي یوه ویدیو خپره کړې وه چې پکښې د څلورو مصري وگړو سرونه پرې سوي ښوول کیږي. پر دغو کسانو ترهگرو تور لگولی وو چې د اسرائيلو پوځ ته یې معلومات ورکړي دي.

په اکتوبر میاشت کې په یوه بله ویدیو کې ښوول شوی ول چې یو کور الوزول کیږي. د دغه کور پر مشر چې د یوې قبیلې مشر دی تور لگول شوی چې د مصر له پوځ سره یې همکاري کړې ده.

اوس د سینا نیمه ټاپو اوسیدونکي له دوو اړخونو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي. هم د ترهگرو له خوا او هم د پوځ له لوري. د دواړو اړخونو له خوا تاوتریخوالی تر سره کیږي او په سیمه کې د لا افراطیت د رامنځ ته کیدو سبب گرځي.

د مصر او اسرائيلو ترمنځ سرحد
د مصر او اسرائيلو ترمنځ سرحدانځور: Reuters/Amir Cohen
په سينا کي د سېلانيانو يو بس موټر
په سينا کي د سېلانيانو يو بس موټرانځور: Nameer Galal/AFP/Getty Images