1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مصر خپلي مدني ټولني کمزوره کړي دي»

احمدولي اڅکزی (اليزابت لېمان)۱۳۹۳ آذر ۳۰, یکشنبه

ولسمشر عبدالفتح السيسي په تيرو مياشتو کي يو شمېر داسي نوي قوانين رامنځ ته کړل، چي له مخي يې په مصر کي مدني ټولني کمزوره کړل سوي دي. نه يوازي مصرۍ مدني ټولني بلکه بهرنۍ ټولني هم.

https://p.dw.com/p/1E8EG
انځور: DW/R. Mokbel

د فريډريش ناومان بنسټ يو آلمانی بنسټ دی چي د نړۍ په بيلو هیوادونو کي فعاليت لري. دغه سياسي سازمان چي د آلمان و آزاد ليبرال FDP ګوند ته نژدې بلل کيږي په مصر کي هم فعاليت لري.

د دغه آلماني بنسټ د قاهرې د څانګې رئيس رېنې کلف وايي چي يوه ورځ د مصر د بهرنيو د چارو د وزارت څخه ورته يو ټليفون راغلی. د نوموړي په وينا په دغه ټليفون کي ورڅخه وغوښتل سول چي خپل سازمان د مصر د مدني ټولنو د نوي قانون له مخي له سره ثبت کړي.

کلف وايي چي دوی ته وويل سول چي د سازمان اوسنی حقوقي هويت يې نه دی څرګند. د نوموړي په وينا صرف دغه يو تليفون د دې باعث سو چي دوی په بشپړه توګه په مصر کي خپل فعاليت تر هغه وخت پوري وځنډوي چي د نوي ثبتېدو موضوع يې نه وي حل سوې. کلف زياتوي: « موږ يو غېر دولتي سازمان يا NGO نه يو. موږ يو آلمانی بنسټ يو. موږ تر اوسه دا فکر کاوه چي د مصر د مدني ټولنو نوی قانون يوازي د مصرۍ ټولنو لپاره دی او نه زموږ لپاره.»

د مدني ټولنو د فعاليت ساحه تنګه کړل سوې ده

خو د فريډريش ناومان بنسټ يوازنی سازمان نه دی چي د مصر د نوي مدني قانون له کبله يې کارونه د خنډ سره مخامخ سوي دي. د هغه وروسته چي ولسمشر عبدالفتح السيسي ګڼ شمېر نوي قوانين رامنځ ته کړل نو په هغوی کي يو هم د مدني ټولنو قانون ؤ.

د دغو ټولو نوو قوانينو په مرسته السيسي وار په وار په مصر کي د مدني ټولنو د فعاليت ساحه راتنګه کړې ده. د مدني ټولنو د نوي قانون له مخي هغه سازمان چي د بهر څخه اقتصادي ملاتړ په داسي توګه تر لاسه کړي چي د مصر د ليوالتياؤ د مجروح کېدو سبب ګرځېدلای سي، نو دغه سازمان به د سزا وړ وګرځي. جسر عبدالرازق د بشري حقونو يوه مصرۍ ټولنه لري.

عبدلرازق په مصر کي د مدني ټولنو د نوي قانون په هکله وايي: «د مدني ټولنو همکاران د ۱۵ کلني بند سره مخامخ کېدلای سي. خو پوښتنه دا ده چي د مصر دولت کله او څنګه يو عمل د خپلو لېوالتياؤ پر ضد تعبيروي؟ پوښتنه دا هم ده چي ايا موږ غواړو چي د خپل ژوند ۱۵کاله په بند کي تېر کړو؟ په دې توګه سره نو اوس وضعه ډېره مشکله سوې ده.»

ډير خلک به بې روزګاره سي

د عبدالرازق په سازمان کي ۷۶ کسان کار کوي چي زياتره يې وکيلان دي. د نوموړي په وينا که پر دوی د خارج څخه مرستي ودريږي نو دغه ټول همکاران به يې بيکاره سي. عبدالرازق وايي چي له سره چي د خپل سازمان د ثبتولو پروسه يې پېل کړې ده، اټکل کوي چي دغه سازمان به نور خپل کار پر مخ نه بوتللای سي. د عبدالرازق سازمان يوازنی مصری سازمان نه دی چي د نوي قانون له کبله يې د همکارانو روزګار د ګواښ سره مخامخ سوی دی.

د فريډريش ناومان آلماني بنسټ د قاهرې د دفتر مشر وايي چي د مصر د بهرنيو چارو وزارت ورته ويلي دي چې نه غواړي د دوی کار محدوده کړي بلکه برعکس بايد چي خپل کار ته دوام ورکړي. د نوموړي په وينا د دغه سازمان د له سره ثبتونې د قضيې و پای ته رسېدلو ته په انتظار دی. خو ګڼ شمېر نورو بهرنيو سازمانونو تر مخه لا د مصر څخه خپل دفترونه ايستلي دي.

په عيني وخت کي د مصر حکومت ويلي چي تر اوسه يې ۴۵۰۰۰ مدني ټولني د نوي قانون له مخي ثبت کړي دي چي پکښي به د ۷ فيصدو فعاليتونه بند کړل سي. دا چي ولي، په دې تړاو د مصر حکومت وضاحت نه دی کړی.