1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماليزيا ته د الوتکي تور بکس وسپارل سو

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۳۱, سه‌شنبه

روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د مالیزیایي هوایي شرکت د مسافر وړونکي الوتکي تور بکس، د مالیزيا هیئت ته سپارلی دی. داسي شک کیږي چې دغه الوتکه د اوکراین په ختیځ کې ویشتل شوي وي. ملگري ملتونه د بې پرې څېړنو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1CgSy
انځور: Reuters

روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ دنېڅک ښار کې د شاوخوا ۱۵۰ خبریالانو په حضور کې د رالویدلې ۷۷۷ بوینگ ډوله مسافر وړونکې الوتکې تور بکس یوه مالیزیایي هیئت ته وسپاره. تور بکس چې په انگلیسي کې ورته «بلېک باکس» وایي د یوه مهم ثبوت په توگه گڼل کيږي. په دغه آله کې د الوتکي ټول معلومات او همداشان د پیلوټانو تر منځ خبري او یا له مرکز سره چې کومي مخابراتي اړیکي نیول شوي وي ثبت وي.

پر دې سربیره بېلتون غوښتونکو د الوتکي د رالویدو په سیمه کې د اوربند اعلان هم کړی دی. یوه مالیزیايي کارپوه له یاغیانو څخه مننه کړې ده. هغه ویلي دي چې په تور بکس کې لاس وهنه شوې نه ده او یوازي لږ زیان ورته رسیدلی دی.

پر یاغیانو د الوتکې د ویشتل کیدو شک

د مالیزیایي هوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه د تيري پنجشنبې په ورځ د هالنډ له پلازمېنې امستردام، څخه د کوالالمپور پر لور الوتې وه چې د اوکراین په ختیځ کې راولوېده. په دغه پېښه کې په الوتکه کې ټول ۲۹۸ تنه سپاره مسافر ووژل شول. په وژل شوو کسانو کې ۱۹۳ تنه هالنډیان ول. داسې باور کیږي چې دغه الوتکه د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جگړې په سیمه کې له ځمکې څخه هوا ته توغندی په واسطه ویشتل شوې ده.

د اوکراین حکومت او د لوېدیځ ډیر شمیر هیوادونه په دغه پيښه کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکي پړه گڼي. خو دوی بیا د اوکراین حکومتي ځواکونه تورنوي چې دغه الوتکه یې ویشتلې ده. د بېلتونو غوښتونکو مشر الکساندر برادای د الوتکي د تور بکس د سپارلو پر وخت وویل چې دوی «د الوتکي تخنیکي وړتیا نه ده ویجاړه کړې.»

بیلتون غوښتونکو، چې تر اوسه یې د پېښي سیمه بنده کړې وه، د دوشنبې په ورځ په اول وار هالنډي کارپوهانو ته د جسدونو د لیدلو اجازه ورکړه. څېړونکو د اورگاډي هغه یخ واگونونه وپلټل، چې د بېلتون غوښتونکو له خوا جسدونه پکښې ایښوول شوي ول. دغه اورگاډی اوس د اوکراين د خارکوف ښار ته رسېدلې ده. په دغه ځای کې به د مړو جسدونه د نړیوالو کارپوهانو له خوا وپیژندل شي. په پای کې به دغه جسدونه هالنډ ته یوړل شي.

د یاغیانو له خوا همکارۍ ته چمتووالی، په ظاهري توگه د هغوی د پخواني چلند پر وړاندي د سخت نړیوال غبرگون او د روسیې د فشار له کبله رامنځ ته شوی دی. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په یوه پریکړه لیک کې د رالوېدلي مالیزیایي الوتکي MH 17 احتمالي ویشتل کیدل هم په «کلکه غندل» شوي دي او د یوې بې طرفه پلټني د تر سره کیدو غوښتنه شوې ده. پر دې سربیره د امنیت شورا له خوا د دغې پېښي مسئولان، د قانون منگلولو ته د سپارلو غوښتنه هم شوې ده.

مسکو ته د لوېديځ گواښ

تر دې دمخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د يادي الوتکې په هکله د څېړنې په برخه کې د همکارۍ د تر سره کولو زیگنال ورکړی وو. امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولني د الوتکې د احتمالي ویشتل کیدو په څېړنو کې د همکارۍ د نه کولو په صورت کې د روسیې پرضد د بندیزونو د سختولو گواښ کړی وو.

څېړونکي انديښنه لري چې د بېلتون غوښتونکو له خوا له څو ورځو راهیسي د خنډونو د رامنځ ته کولو او د الوتکي د رالوېدو په سیمه کې د لاسوهني له کبله ښایي یوه دقیقه څېړنه امکان نه ولري. پر دې سربیره د الوتکي د قربانیانو خپلوانو، جسدونو ته د درنښت د نه کولو له کبله شکایت کړی دی. همداشان د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، د پېښي په ځای کې د بېلتون غوښتونکو پر چلند باندي سخته نیوکه کړې ده.