1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کردانو سره د امریکا هوایي مرستې

عبدالباري حکیم (dpa, afp, rtr)۱۳۹۳ مهر ۲۸, دوشنبه

ترکیه د سورېې د کوباني په ښار کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې له خوا محاصره شویو کردانو ته د پوځي مرستو له استولو څخه ډه ډه کوي، خو اوس متحده ایالاتو د هوا له لارې کردي جنگالیو ته وسلي گوځار کړې دي.

https://p.dw.com/p/1DYYs
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach
د «اسلامي دولت» نومې ډلې د ترهگرو ملیشو پر ضد د جگړې له پاره کردي جنگیالي اوس په امریکايی وسلو سمباليږي. په فلوریدا کې د متحده ایالاتو مرکزي قومندانې خبر ورکړ چې امریکايي C-130 ډوله ترانسپورتي الوتکو په کوباني ښار کې چې د «اسلامي دولت» نومو ترهگرو له خوا محاصره شوی دی، کردي جنگیالیو ته د وسلو، پوځي مهماتو او د درملو یو گن شمیر پیټۍ گوځار کړي دي.
ایا د «داسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد جگړه د بدلون ټکي ته رسیدلې
د متحده ایالاتو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پوځي مرستې په عراق کې د کردي اډو څخه چمتو کړای شوي دي. د دې عملیاتو هدف دا دې چې پر کوباني باندې د «اسلامي دولت» د ملیشو د نوي هجوم مخه ونیوله شي او د ښار په دفاع کې له کردانو سره مرسته وشي. کوباني ښار چې عربان ورته «عین العرب» هم وايی د سورېی یو سرحدي ښار دی چی د ترکیی په گاوندیتوب کې پروت دی.
۱۳۵ هوايي بریدونه
په عین وخت کې متحده ایالاتو ویلي دي چې د اسلامی دولت د جنگیالیو پر ضد یې هوايي بریدونه هم دوام لري. ویل شوي دي چې تر اوسه پورې کوباني ته نژدی د دغو افراطیانو پر ضد څه دپاسه ۱۳۵ هوايی بریدونه تر سره شوي دي چې څه د پاسه لس یی یوازې د اوونې په پیل کې وو. داسې نښې نښانې ښکاري چې دغو هوايي بریدونو او ځمکني مقاومت پر نوموړي ښار باندې د «اسلامي دولت» د ملیشو د هجوم مخه نیوله وي. د متحده ایالاتو په وینا پاڼې کی وړاندې راغلي دي چې د نوموړو ملیشو په سلهاو تنه وژل شوي او د هغوی د وسلو یو گڼ شمیر زیرمې او مرچلې ویجاړې شوي دي.
تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوباني کې کردانو ته د وسلو له لیږدولو څخه ډه ډه کړې وه. د ترکې د «انادولو» د خبري آژانس د رپوټ له مخې اردغان ویلي دي چې د سورې د کردانو گوند «PYD» د کردانو د کارگر گوند «PKK» په څير یو «ترهگر سازمان» دی.
د PYD ملیشې چې د کردانو د «ولس ساتنی ټولگی» دی د پنځو اونیو را په دې خوا د «اسلامي دولت» د تند لرو ملیشو پر ضد له کوباني څخه دفاع کوي. د سورېې د بشري حقونو د څارنې د منابعو د معلوماتو له مخې کردي جنگیالي د یکشنبه په ورځ وتوانیدل چې د «اسلامي دولت» د ملیشو له خوا د نوموړي ښار ختیځې برخې ته ننوځي.
ترکیه: د وسلو د ورکړې امکانات نه لیدل کیږ
د متحده ایالاتو او ترکیې ولسمشرانو بارک اوباما او رجب طیب اردوغان، د یکشنبې په ورځ یو له بل سره د تیلفون له لارې خبری وکړې. سپینې ماڼۍ خبر ورکړ چې په دغه تیلفوني تماس کې خبره پر دې وه چې د «اسلامي دولت» د ملیشو د پرمختگ مخه څه ډول ونیوله شي. ویل شوي دي دواړو مشرانو یو بل ته ډاډ ورکړ چې د نوموړو «جهادیستاتو» پر ضد مبارزه کې یو بل سره نژدې همکاري وکړي. د دغې وینا سره سره اردغان څرگنده کړه چې هیڅوک دې له ترکیې څخه دا انتظار نه کوي چې کردي جنگیالیو ته د وسلو له ورکړې سره موافقه وکړي.
سره له دې هم داسې ښکاري چې د کردانو او د نړیوال ائتلاف د عملیاتو تر منځ همکاري پر کوباني باندی د «اسلامي دولت» د ملیشو د پرمختگ مخه نیولې ده. په لندن کې د سورېې د بشري حقونو د څارنې د ډلې مشر رامي عبدالرحمن، وویل: «تیره اوونې د دواړو اړخونو تر منځ سلا مشورې شوی چې څه وکړي. نړیوال ائتلاف وتوانید چې په کوباني کې د اسلامي دولت د ډلې مرچلې په مستقیم ډول تر بریدونو لاندی ونیسي.»
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب