له ښځو سره د تاوتريخوالي ضد، انځوریز نندارتون
د ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ مؤسسې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپريل ۱۵مه) په کابل کي د « تاوتريخوالی بس دی، عدالت غواړو» تر عنوان لاندي د کابل په دهبوري په پارک کي يو نندارتون جوړ کړی وو.
په دغه نندارتون کي د ۲۰۰ په شاوخوا کي انځورونه نندارې ته وړاندي کړل سوي ول. د دغو انځورونو زياتره موضوعات د ښځو پر وړاندي له تاوتريخوالي سره تړلي ول. له ماشومانو سره د تاوتريخوالي پر موضوع هم انځورونه نندارې ته وړاندي کړای سوي ول.
د نندارتون د کتونکو څخه يو شمېر يې د ښوونځي شاګردان او ماشومان هم ول چي د مشرانو سره په ګډه د انځورونو نندارې ته راغلي ول.
هغه افغانې مېرمني چي د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي نمونې ګرځېدلي دي، د هغوی انځورونو ته په نندارتون کي ځای ورکول سوی دی.
د دغه نندارتون په نندارچیانو کي نه يوازي مېرمني بلکې يو شمېر نارينه هم شامل ول.
ياد نندارتون په داسې عامه محضر کي جوړ سوی چي هر څوک يې بېله کوم ممانعت څخه ننداره کولای سي.
په نندارتون کي د انځورونو تر څنګ د افغانستان د هغه قانون د مادو متنونه ځوړنده کړل سوي ول، چي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره تصويب سوی دی.
په نندارتون کي د وړو نجونو د ودونو موضوع او د هغې منفي عواقب هم څېړل سوي دي.
په افغانستان کی د ديموکراسۍ په لسيزه کي د ښځو د حقونو څخه د دفاع له پاره يو شمېر ټولنو او فعالانو فعاليت کړی دی. خو دغه ستونزه اوس هم د افغانستان له ستونزو څخه مهمه ستونزه بلل کيږي.