1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هري راستنېدونکي کورنۍ سره ۳ زره ډالر مرسته کيږي

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

افغان حکومت وايي مرسته کوونکو هېوادونو ته يي داسي طرح وړاندي کړې ده، چې له مخې یې د راستنېدونکو کډوالو له پاره د ۱۶۶ میلیونه ډالرو مرستي غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1FWzW
انځور: DW/F. Khan

د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۲۶مه) په کابل کي په يوه خبري غونډه کې وویل: په پام کې لري چې دا پیسې هېواد ته راستنېدوکو کډوالو له پاره د سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، کاري زمینو برابرولو او د ښوونځيو پر جوړولو ولګوي.

بلخي چې تازه د ایران له سفره راستون شوی وايي سږ کال یې په اول وار د تهران په څلور اړخیزه غونډه کې دا طرح وړاندي کړې ده.

په دې څلوراړخیزه غونډه کې افغانستان، پاکستان، ایران او د کډوالو چارو عالي کمیشنري یا UNHCR ګډون درلود.
بلخي وويل: «په دې اړه د پریکړو ځای همدغه څلور اړخیزه غونډه ده، چې موږ هلته ګډون درلود او سږ کال موږ په لومړي ځل یو پلان وړاندي کړ.»

بلخي ويلي دي چې دا طرح د غونډي ګډونوالو تصویب کړه، چې پر یوې ټاکلې نیټې به مرسته کوونکو ته وړاندي شي او د عملي کېدو په اړه پریکړه به يي د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په کلنۍ غونډه کې چې په ژنيو کې ترسره کیږي وشي.

د کډوالو چارو وزیر زیاتوي چې په دغه څلوراړخیزه غونډه کې ایران او پاکستان ژمنه وکړه چې له هېوادونو به يي افغان کډوال په زور نه ایستل کیږي.

دی زیاتوي سږ کال له ۱۰۰ زرو راستنیدونکو کډوالو سره د مرستي په موخه د ۸۵ میلیونه ډالرو مرستي غوښتنه شوې ده چې پر بنسټ به يي هري کورنۍ ته درې زره امریکايي ډالر ورکول کیږي:

«موږ دغه درې زره ډالر په دوو قسطونو کې ورکوو، چې لږ تر لږه د کار لومړي وسایل پرې برابر کړي او یا که چېري غواړي په خپلو سیمو کې ژوند وکړي لږ تر لږه دغه درې زره ډالر د کور په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.»

دا لومړی وار نه دی چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستونزو او بیرته راستنېدو په اړه له افغان دولت سره ژمنې کوي، تردې وړاندي یې هم نه یوازي له دغو هېوادونو څخه په خپله خوښه د کډوالو راستنولو بلکې په همدغو هېوادونو کې دننه افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو خبري کړي دي.

ويل کيږی چي په زوره راشړل، ناوړه چلند، د ښوونې او روزنې نه شتون، له روغتیايي اسانتیاوو څخه بې برخې توب هغه ستونزې دي چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.