1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ملي حکومت پرته د حل بله لار نه سته»

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

له سياسي خبرو اترو څخه د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلي د وتلو تر گواښ وروسته، د اشرف غني ټاکنيزي ډلي له هغوی د غور کولو غوښتنه کړې ده. د اشرف غني ټیم له ډاکټر عبدالله غوښتي دي چې بېرته د تفتیش له بهیر سره یو ځای شي.

https://p.dw.com/p/1D5Oc
انځور: Getty Images

د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم ویلي دي چې د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د اجرائیوي رئيس د صلاحیتونو په هکله مذاکراتو ته چمتو دي. د نوموړي ټیم په وینا له خبرو اترو څخه وتل به د سیاسي منزوي کیدو پرته بله کومه نتیجه و نه لري.

د ډاکټر عبدالله، د ټاکنيزي ډلي څارونکو د رایو د ارزولو بهیر پرې ايښی دی او ویلي يې دي چې د تفتیش په پایله کې رامنځ ته شوې نتیجه ورته د منلو وړ نه ده. همداشان نوموړي ډلي ویلي دي چي په هغه صورت کې چې د تفتیش بهیر او سیاسي خبري اتري په صادقانه ډول پېل نه شي، دغه بهیر هم پریږدي.

خو د اشرف غني احمدزي د ډلي یوه ویاند فیض الله ذکي، د سه شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د اصلاحاتو او همپالني ټیم د تیري ورځي پریکړه احساساتي او په بیړه بولو او هغه د هیواد په خیر او ښې گڼه نه گڼو.»

ذکي په خپلو څرگندونو کې وړاندي وویل چې ۹۰ سلنه رایې ارزول شوي دي او د ټاکنو د پایلو له اعلان سره به د نوي ولسمشر د لوړي مراسم تر سره شي او نوی ولسمشر به د یوه فرمان په ترڅ کې اجرائیوي پوست رامنځ ته کړي.

د اشرف غني د ټیم په باور د افغانستان له اوسني کړکېچ څخه د راوتلو یوازنۍ لار د ملي یووالي حکومت جوړیدل دي، او په وینا یې د ډاکټر عبدالله ډلي دي خپلې غوښتنې له اساسي قانون سره سمې مطرح کړي.

ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو د روان میلادي کال د اگيست میاشتې پر اتمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په حضور کې یو درې ماده ییز هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ملي یووالي یو حکومت باید جوړ شي. ښاغلي ذکي پر دې خبره ټینگار وکړ چې د اصلاحاتو او همپالني ټیم باید د دغه موافقتنامې په برخه کې خپلو تعهداتو ته ژمن پاته شي او خبرو اترو ته ادامه ورکړي.

له بلي خوا د بلخ والي عطا محمد نور چې د ډاکټر عبدالله ملاتړی دی، پر خپلو پلویانو غږ کړی دی چي د سترو احتجاجونو له پاره چمتو اوسي.

خو فیض الله ذکي دغسې خوځښتونه خطرناک وبلل او ویې ویل: «له نورو هیوادونو څخه په تقلید د زرغون او نارنجي خوځښتونو رابلل، چې چندان په زړه پوري پایلې یې هم نه درلودې، ښایي کوم سخت کار نه وي، خو جدي سیاستوال باید د هغو د پایلو په هکله فکر وکړي. په دې هکله باید په ډیر احتیاط سره څرگندوني وشي.»

د رایو ارزول

په عین حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د رایې پاڼو د ټولو صندوقونو ۹۰ سلنه ارزول شوي دي او یوازې د ۲۳۲۷ صندوقونو ارزول پاته دي چې په راتلونکو ورځو کې به یې تفتیش پای ته ورسیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر دوهمه) وویل چې په نزدې راتلونکي کې به د ټاکنو پایلې اعلان شي خو په دې اړه یې کومه ورځ ياده نه کړه: «د دې امکان نه شته، چې سبا دې دغه بهیر پای ته ورسیږي، خو ولې د گوتو په شمیر ورځو کې به د رایو تفتیش او د رايو بیا شمیرل پای ته ورسیږي او د افغانستان خلک چې د ټاکنو نهایي پایلو ته کوم انتظار باسي، په لومړي فرصت کې به ورته اعلان شي.»

همداشان د ټاکنو کمېسیون د سه شنبې په ورځ د ۲۰۰۰ رایې ورکولو محلونو په هکله پریکړه وکړه. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د رایو د باطلېدو په علني غونډه کې وویل چې له دغه شمیر محلونو څخه ۱۲۶۵۱ رایې باطلې شوي دي.