1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له فلسطين سره د سولي په موخه د اسرائيلۍ ښځو لاریون

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د اسرائيلو په زرونو ښځو په هغه لاريون کي گډون وکړ چي له فلسطين سره د سولي له پاره رابلل سوی وو. د «ښځي د سولي مېړانه لري» حرکت په زرونو پلوياني وايي چي له فلسطين سره د سولي موضوع بايد لومړيتوب ولري.

https://p.dw.com/p/1ElEg
انځور: picture-alliance/AP Photo/Sebastian Scheiner

د چهارشنبې په ورځ په بيت المقدس کي د لاريون په زرونو گډون کوونکو غوښتنه کوله چي په دغه هیواد کي تر پارلماني ټاکنو وروسته بايد له فلسطين سره د سولي موضوع د اسرائيلو د ديپلوماسۍ لومړيتوب وي. په پلان کي ده چي د مارچ مياشتي پر ۱۷ نېټه به د اسرائيلو پارلماني ټاکني وسي.

په اسرائيلو کي يوه خبريال د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي له تند باران سره سره د «ښځي د سولي مېړانه لري» حرکت په زرونو پلويانو د بيت المقدس په لاريون کي گډون وکړ.

لاريون کوونکو له ځانونو سره داسي پلاکاتونه لېږدول چي ورباندي ليکول سوي ول «موږ د سولي تړون ته رايه ورکوو».

په دغه لاريون کي چي د اسرائيلو پارلمان (کنست) ته نژدې ترسره سو د اسرائيلو له کوټ کوټ څخه هم يهودي او هم عربي ښځو برخه اخيستې وه.

د اسرائيلو د سولي د حرکت يوې فعالي مېرمن ايريت کينات، گډون کوونکو ته په وينا کي وويل: «پارلماني ټاکنو ته دوې اوونۍ پاته دي او موږ تر اوسه پوري د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د وضعيت په اړه هيڅ نه دي اورېدلي، يوه کانديد هم زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.»

هغې زياته کړه چي اسرائيلو په پوره اندازه له جنگ څخه رنځ وړی دئ. هغې زياته کړه: «په دغه لاريون کي هغو مېندو گډون کړی دئ چي اولادونه لويوي. د دوی اولادونه به د اسرائيلو په پوځ کي وي چي بيا به اړ وي جنگ وکړي. نو موږ وايو چي نور بس دئ.»

د «ښځي د سولي مېړانه لري» حرکت تيرکال په غزه کي د جنگ پرمهال جوړ سو او تر اوسه پوري په ټول اسرائيل کي نزدې ۷۰۰۰ عربۍ او يهودۍ ښځي پکښي غړيتوب لري. د غزې په جنگ کي نزدې۲۲۰۰ فلسطينيان او ۷۳ زره اسرائيلي عسکر ووژل سول.

دغه حرکت ځان خپلواک گڼي او پارلماني ټاکنو ته ئې هيڅ کانديد نه دی نومولی. خو د دوی نيوکه د اسرائيلو پر اوسني حکومت او لومړي وزير بينيامين نتنياهو باندي ده.