1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سعودي عربستان سره د لویدیځوالو چلن د یوه کارپوه له نظره

دېنس شتوته۱۳۹۳ بهمن ۹, پنجشنبه

سعودي عربستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د بشري حقونو وضعیت په کې خراب دی خو بیا هم د یو شمیر لویدیځو هیوادونو د پام وړ وي. دا چې ولي، دویچه ویله د منځني ختیځ له کارپوه گیدو شتاینبرگ، سره پرې خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1ESo1
انځور: picture-alliance/EPA/Saudi Press Agency

دویچه ویله: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د روسیې لومړی وزیر دیمتري میدویدف او د نړۍ نور مشران ټول سعودي عربستان ته د دې هیواد د پخواني پاچا د مړینې له کبله ولاړل. ولي سعودي عربستان دومره مهم دی؟

گیدوشتاینبرگ: تر ټولو مهمه خبره د دې هیواد نفتي ثروت دی. سعودي عربستان د نړۍ شاوخوا یو پر څلورمه برخه نفت لري. اوس چې دغه هیواد نفت په ټیټه بیه پلوري لا یې اهمیت ډیر شوی دی. د دغو ارزانو نفتو ډیره برخه اوس ختیځې اسیا ته رسیږي او امریکا او اروپا ته نه صادریږي. ځکه دغه هیواد د نفتو په بازار کې ډیر اهمیت لري. که سعودي عربستان هم د سوریې په شان بې ثباته شوی وای او د نفتو د صادراتو یوه برخه یې دریدلی وای، نو پر نړیوال اقتصاد باندې به یې ډیره ناوړه اغیز پرې ايښې وای.

دویچه ویله: ولي لویدځوال په ډیر شدت سره د سعودي عربستان ملاتړ کوي؟ ایا دا چې پر سعودي عربستان څوک حکومت کوي د دې هیواد د نفتو پر صادراتو باندې اغیزه اچوي؟

گیدو شتاینبرگ: دا یوه ډیره خطرناکه فرضیه ده. ځکه په اوسني وخت کې له دوامداره بې ثباتي پرته په سعودي عربستان کې د یوه منلو وړ ځای ناستي حکومت امکان کم دی. په سعودي عربستان کې د سلفیانو یوه قوي اپوزیسیون چې ډیر ملاتړي یې د اخوان المسلمین، القاعدي ترهگرې شبکې او اسلامي دولت ډلې غړي دي، وجود لري. پر دې سربیره یو بل قوي شیعه اپوزیسیون د دې هیواد په ختیځ کې هم حضور لري. دا ویره شته چې که د اوسنې حاکمې کورنۍ آلسعود، واک پای ته ورسیږي، نو په دې هیواد کې به کوم حکومت وجود و نه لري او پر ځای به یې سعودي عربستان په درو او یا هم ډیرو بخشونو وویشل شي.

دویچه ویله: له دې کبله نو یو دیکتاتور له یوه ناکامه دولته ښه دی؟

گیدو شتاینبرگ: داسې ښکاري چې سیاست همداسې دی. په واقعیت کې په سعودي عربستان کې داسې کوم مطرح ځواک شتون نه لري، چې په یو جوړونکي شکل باندې مخالفت وکړي. دا وضعیت د سعودي عربستان د حکومت په سیاست کې ریښې لري چې له کلونو راهیسې د یوه سوله ییز بدیل د جوړولو مخه نیسي. خو پر دې سربیره هم دا واقعیت نه بدلیږي چې یو ناکامه دولت په سعودي عربستان کې ناورین رامنځ ته کولای شي.

دویچه ویله: د لویدیځ له نظره سعودي عربستان به خپل سیمه ییز سیاست کې کوم اقدامات ترسره کوي؟

گیدو شتاینبرگ: سعودی عربستان له اوږدې مودې راهیسې د لویدیځ له پاره یو د اعتماد وړ متحد دی. له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو په سیاست کې یو ثابت اصل له ایران سره دښمني ده. په دې برخه کې امریکا متحده ایالات له سعودي عربستان سره د نظر توافق لري او په دې ترتیب سره ایران له ۱۹۹۰ کال راهیسې د یوه دښمن ځای نیولی دی چې پخوا دغه ځای پخواني شوروي پورې تړاو لاره. په ډیرو سیمه ییزو سیاستونو کې سعودي عربستان له لویدیځ سره همکارۍ ته چمتو دی د بیلگې په توگه د اسلامي دولت پر ضد د مبارزې په برخه کې. بر خلاف د سعودي عربستان کورنی سیاست د لویدیځو هیوادونو له پاره ډیر اهمیت نه لري.

دویچه ویله: آیا د سعودي عربستان پر وړاندې د آلمان په سیاست کې کوم بدلون تر سترگو کیږي ځکه آلمان سعودي عربستان ته د خپلو وسلو صادرات بند کړي دي؟

گیدو شتاینبرگ: تر اوسه پورې د آلمان په امنیت شورا کې د داسې یوې پریکړې په اړه خبرونه، یوازې د بیلد ورځپاڼې له خوا خپاره شوي دي. زه په تمه یم چې ایا په رښتیا به هم دا کار وشي او که نه او یا دا چې دا پریکړه به یوازې د وسلو په اړه وي که د تجهیزاتو د پرزو د استولو بهیر به هم بند شي.

دویچه ویله : د آلمان ملي سیاست به د عربستان پر وړاندې څه ډول وي؟

گیدو شتاینبرگ: موږ نه شو کولای چې له سعودي عربستان سره له نزدې اړیکو ځان لیرې کړو. آلمان په نړۍ کې یو له مهمو تولیدونکي څخه دی او سعودي عربستان هم د نفتو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد دی. پر دې سربیره سعودي عربستان زموږ په سیمه کې هم ډیر نفوذ لري له دې کبله باید نزدې اړیکې موجودې وي او امنیتي او سیاسي اړیکې باید دوام پیدا کړي. خو کله چې موږ سعودي عربستان ته وسلې ورکوو باید په دې اړه هم په صراحت خبرې وکړو چې ولي په دې هیواد کې ځینې ستونزې موجودې دي او کوم بدلونونه باید رامنځ ته شي. یوازې د وسلو له صادراتو سره دا هیله نه شي کیدای چې سعودي عربستان دې په سیمه کې باید د ثبات پر یوه عامل باندې بدل شي.

دویچه ویله: سعودي عربستان د میلیاردونو ډالرو په مصرفولو سره په نړیواله کچه د وهابیت د پراخیدو ملاتړ کوي، او سلفیان بیا په ډیرو ځایونو کې ستونزې رامنځ ته کوي. پر دې سربیره په سوریې کې له اسلامپالو پاڅون کونکو څخه د ملاتړ تأثیرات هم واضح دی. ایا دا توجیه کیدای شي چې آلمان سعودي عربستان په سیمه کې د ثبات د عامل په توگه گڼي؟

گیدو شتاینبرگ: زه له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې سعودی عربستان یو ډیر چمتو همکار وینم. ډیر کم داسې هیوادونه شته چې د سعودي عربستان په څیر له اسلامي دولت سره وجنگیږي. خو ستونزه په دې کې ده چې سعودیان نه پوهیږي چې له اسلام څخه د هغوی تفسیر په نړۍ کې د ترهگرې د ډیریدو لامل کیږي.

گیدو شتاینبرگ په برلین کې د علم او سیاست په بنسټ کې د منځنی ختیځ کارپوه دی.