1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له دويچه ويله سره د حامد کرزي ځانگړې مرکه

مرکه کوونکې: ميلندا کارني۱۳۹۴ اردیبهشت ۴, جمعه

د افغانستان د رواني حالاتو او گاونډيو هيوادنو په ځانگړې توگه ايران او پاکستان سره د اړيکو په اړه مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی بېل نظر لري. کرزي په برلين کي له دويچه ويله سره په مرکه کي دغو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

https://p.dw.com/p/1FEOu
انځور: DW/W. Hasrat-Nazimi

دويچه ويله: ښاغلی کرزی طالبانو ويلي دي چي سر له ننه به پسرلني عمليات پيل کړي، امنيتي ځواکونه مو زيات تلفات ورکوي يا خپله دنده پرېږدي تاسو د افغانستان اوسنی امنيتي وضعيت څرنگه ارزوئ؟

کرزی: د تيرکال په شان، خو سږکال لږ ډېر سوي دي. افغان امنيتي ځواک د خپل هيواد دفاع په ښه توگه کړې ده او قربانۍ يې ورکړي دي. زه يووار بيا له هغو طالبانو څخه چي افغانان دي غواړم چي د دې هيواد د بچيانو په توگه جنگ بس کړي او زموږ د نوي حکومت د سولي و خبرو اترو ته مثبت جواب ورکړي. هيله ده چي هغوی د جنگ پرځای د سولي له پروسې سره يوځای سي.

دويچه ويله: تاسي په خپل هيواد کي د امریکا او هلته ئې د حضور په اړه په يوه لوی منتقد باندي گرځېدلي ياست. خو اوس امریکا پريکړې کړې ده چي ستاسو په هیواد کي پوځي حضور وغځوي. فکر کوی چي ستاسو غبرگون ښه وو؟

کرزی: زه په افغانستان کي د امريکا د حضور مخالف نه وم. زه په افغانستان کي د هغوی د پوځي عملياتو مخالف وم. زه د افغانانو پر کورونو له بمباريو، ملکي تلفاتو او زندانونو سره مخالف وم. په لنډه توگه له تروريزم سره د هغوی د مبارزې له روش سره مخالف وم. موږ پوهېدلو چي د تروريزم اډې، روزن ځايونه او مالي سرچينې تر افغانستان دباندي دي. دا هغه څه دي چي زه ئې مخالف وم او په دې ليل مي امنيتي تړون ور سره لاسليک نه کړ. موږ د دوی د مرستو هرکلی کوو. موږ د هغوی د ملاتړ او امريکايانو له مرستو څخه منندوی يو لکه څرنگه چي د جرمنيانو له مرستو څخه ممندوی يو.

دويچه ويله: نو تاسو په افغانستان کي د امريکايانو د حضور ملاتړ کوي؟

کرزی: بلې، په دې دليل چي دغه حضور په افغانستان کي ثبات راولي او د سولي پروسه تقويه کړي.

دويچه ويله: ستاسو ځای ناستي، په دې اميد چي پاکستان له طالبانو سره د سولي په خبرو اترو کي منځکړيتوب وکړي يو څه کارونه کړي دی. پوهيږم چي تاسو د شک په سترگه ورته گورئ، ولي د دې وخت نه دی چي يوه نوی پرگرام جوړ سي، کيدای سي چي نوې ستراتيژي کار وکړي؟

کرزی: هيڅ وخت نه، ما هم دغه شان کار وکړ. ما له پاکستان سره ډېر کار وکړ. تر شل واري مي ډېر دغه هيواد ته سفر وکړ. اوسنی جمهور رئيس غني له پاکستان سره لگيادی کار وکړي. دوې غوښتني چي پاکستان يې زموږ څخه غواړي او موږ ئې نه ورکوو. هغه يوه د ډيورنډ کرښي په رسمت پيژندل دي چي هيڅ افغان به ئې و نه مني او بله ئې دا وه چي افغانستان په خپل بهرني سياست کي چي د هند مسئله مطرح کيږي بايد د پاکستان په گټه ملاحظات ولري. موږ نسو کولای چي له خپل حاکميت څخه لاس واخلو او خپل بهرنی سياست د نورو هيوادونو د منافعو پر اساس وټاکو. دا بايد زموږ خپل کار وي.

دويچه ويله: آيا تاسي د پاکستان د تسلط په اړه اندېښنه لرئ؟

کرزی: داسي څه بايد و نه سي. افغانان دې ډول کړنو ته اجازه نه ورکوي. موږ له پاکستان سره ښې اړيکي غواړو چي د دې له پاره هم بايد پاکستان او هم بايد افغانستان تلاښ وکړي. هغه څه چي پاکستان ئې بايد وکړي دا دي چي د افغانستان او نورو هيوادونو پر وړاندي د خپل بهرني سياست په برخه کي له افراطيت څخه گټي اخيستلو ته خاتمه ورکړي. هغه کار چي موږ ئې کولای سو دا دی چي پاکستان ته ډاډ ورکړو چي موږ ستاسو دوستان يوو او له نورو هيوادونو سره زموږ مناسبات له هغوی سره پر مناسباتو باندي اغېزه نه کوي.

دويچه ويله: له ايران سره د اړيکو په اړه څه واياست؟ افغان حکومت وايي چي له ايران سره اړيکي د داعش د پرمختگ د مخنيو له پاره اړيني دي؟

کرزی: له ايران سره اړيکي په هر ډول شرايطو کي د نورو گاونډيانو په شان ضروري دي. ايران د افغانستان لوی گاونډی دئ. موږ زرکلن گډ تاريخ لرو، موږ یوه ژبه او يو فرهنگ لرو او ايران زموږ يو له ښوو گاونډيانو څخه وو. ځکه نو موږ له ايران سره قوي مناسبات لرو او زه ډاډه يم چي افغانان دا غواړي.

دويچه ويله: ډېر خلک اندېښنه لري چي ايران به په سيمه کي د يوه قوی قدرت په توگه راڅرگند سي، دغه مسئله ستاسو له پاره د اندېښنې وړ ده؟

کرزی: هيڅکله نه. موږ په دې ډاډه يوو چي په سيمه کي د يوه قدرتمن او قوي اقتصاد لرونکي ايران په راڅرگندېدو سره له افغانستان سره مرسته کيږي. موږ په دې باور لرو چي له امريکا متحدو ايالاتو، آلمان او غرب سره د ايرن د اړيکو ښه کېدل، د افغانانو او سيمي له پاره ډېري ښې دي او موږ د هغه ملاتړ کوو.

دويچه ويله: ورستی سوال دا چي تاسي جمهوري رياست په داسي حال کي پرېښود چي دغه هيواد يو موټی سو. دغه لاسته راوړني ستاسي شخصي تلاښوونه بلل کیږي. څه فکر کوی چي دا به څومره دوامداره وي؟

کرزی: بخې ډېر. دا زما شخصي حضور نه وو چي افغانان مي سره راټول کړل. افغانستان يو موټی هيواد وو او خلک ئې په ملي يووالي کي ډېري ژوري تاريخي ريښې لري. په دې اساس د افغانانو يووالی د افغانستان د خلکو کار دئ، نه زما. په دې برخه کي زه يو افغان يم. موږ يوه اوږده لار په مخکي لرو. خو په دې برخه کي بايد ووايم چي دغه لاسته راوړني په هغو مرستو سره سوي دي چي آلمان او نورو هیوادونو زموږ سره کړي دي او موږ ډيره مننه ځني کوو. زه غواړم چي پر دې باندي ټينگار وکړم چي افغانان د جرمنيانو د مرستو قدر کوي او دغه لاستي راوړني د دغو مرستو په سبب سوي دي.

دويچه ويله: اجازه راکړی چي د فساد په اړه هم يوه پوښتنه وکړم، ځکه تاسو د خپل هيواد په اړه ډېر مثبت انځور راکړ، خو ستاسو ډيري ادارې تر اوسه په فساد ککړي دي. تاسو څومره ډاډه ياست چي نوی حکومت به دغه ستونزه حل کړي؟

کرزی: د فساد مسئله هم يوه افسانه ده او هم يو واقعيت. واقعيت دا چي زموږ په هيواد کي هم د نورو هیوادونو په شان فساد سته خو کيدای سي چي تر نورو هيوادونو ځکه ډير وي چي ۱۳ کاله دمخه حاکميت نه وو او يووار افغانستان ته ډيري پيسې راغلي او فساد ډېر سو، دې دليل نو دا يو واقعيت دئ خو داسي لکه په غرب کي چي ئې په اړه فکر کيږي. افغانان د فساد د يوې برخي مسئوليت لري، خو د فساد مسئول هغه کسان دي چي په افغانستان کي ئې ميليون ډالري پروژې د افغان حکومت د لاس رسي پرته قرارداديانو ته ورکړي وې.