1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر پلان غور کيږي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزیر کانگرس ته په خپله لومړنۍ استماعیه غونډه کې ټینگار کړی دی چې متحد ایالات باید د نړیوال جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته په افغانستان کې پر خپل پوځي حضور باندي غور وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ekfu
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع نوي وزیر اشتون کارتر، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۳مه) د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو جرگه گۍ ته ویلي دي: «موږ یو پلان لرو، خو پلان یوازي پلان وي. او پلان داسي یو شی دی چې د وخت په تیریدو سره عیاریدای شي. نو زما په نظر موږ په راتلونکي یوه یا دوو کلونو کې خپل پلان عیارولای شو.»

دې پوښتني ته په ځواب کې چې آیا دی غواړي دغه مهالوېش عملي شي او که غور پرې وشي؟ کارتر وویل: «په هر پوځي کمپاین کې موږ باید شرایط اساس وگرځوو.»

کارتر د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي ول، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د مهالویش په هکله دي «جدي ډیالوگ» وشي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي ول چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو مهال ویش ته باید د یوې داسي نظریې په توگه و نه کتل شي، چې پکښې بدلون راتلل امکان و نه لري.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د روان میلادي کال له لومړۍ نېټې، د ناټو تر ۱۳ کلن جنگي ماموریت وروسته د ټول افغانستان امنیتي مسئوليت پر خپله غاړه اخیستی دی.

همدغې جرگه گۍ ته د وینا پر مهال کارتر، د پوځ د ویاند له خوا له افراطي ډلي «اسلامي دولت» څخه د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو له پاره وخت تر مخه د عملیاتو په هکله خبر ورکولو باندي انتقاد وکړ.

هغه وویل: «دا مهمه ده چې موږ د یوه وزارت په توگه پرانیستي پاته شو، خو نه د پوځي سري معلوماتو او جنگي پلانونو په برخه کې، چې دا په دغه قضیه کې یوه تیروتنه وه.»

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ یوه ویاند په فبرورۍ میاشت کې ویلي ول چې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو له پاره به عملیات د اپریل یا می میاشت کې پیل شي او په دې هکله یې ځیني نور جزئیات هم په ډاگه کړي وو.

د ځیني پوځي مجلو د معلوماتو له مخې ښايي دغه تهاجمي عملیات لکه څرنگه چې پلان شوي ول، په پسرلي کې پر مخ ولاړ نه شي.